بند ګلپي پخپل جوړښت کې ویټامین ای، ویټامین بي ۶، ویټامین سي، اوسپنه، رایبو فلاوین او فولیټ لري.
پورتني غذایي توکي د انرژۍ په ترلاسه کولو او د عصبي سیستم د ښه والي لپاره اړین وي، دغه راز بند ګلپي په زیاته کچه د فایبرو درلودونکی هم دی او انټي اکساید هم پخپل جوړښت لري چې د پولیفینول او ګندک په نوم مرکبونه ور پکې شامل دي.
انټي اکساید له بدن څخه زهرجن توکي خارجوي او بدن یې له زیان څخه ساتي، دغه راز د ګلپي ویټامین سي هم یو طاقتور انټي اکساید دی چې د زړه ناروغیو، سرطاني ناروغیو او سترګې له کمزورۍ څخه ساتي.
ګلپي د انټي اکساید په درلودلو دایمي سوخت ختموي او د سلفورافین، کیمفیرول او نورو انټي اکسایدو شتون یې د سوخت د اغېزو د کمولو وړتیا لري.
د بند ګلپي په جوړښت کې موجود غذایي توکي عبارت دي له: کالوري ۲۲، پروټین ۱ ګرام، فایبر ۲ ګرامه، ویټامین کی ۸۵ سلنه، ویټامین سي ۵۴ سلنه، فولیټ ۱۰ سلنه، مینګنیز ۷ سلنه، ویټامین بي ۶ شپږ سلنه، کلسیم ۴ سلنه، پوتاشیم ۴ سلنه او میګنیزیم ۳ سلنه