کورپاڼه / جالب / په پولینډ کې پنځه زره (۵۰۰۰) کاله پخوانۍ هدیره موندل شوې

په پولینډ کې پنځه زره (۵۰۰۰) کاله پخوانۍ هدیره موندل شوې

ویل کېږي چې په پولینډ کې لرغون پېژندونکو په یو پټي کې پنځه زره کاله پخوانۍ هدیره موندلې.

لرغون پېژندونکو دوه کاله دمخه د کراکیو په شمال ختیځ کې دبیاني کلي ته نږدې په یوه برخه کې په کیندنو پیل وکړ، چې اوس یې د نورو هدیرو نښې، نښانې هم وموندلې او د لومړنۍ منځنۍ پېړۍ د دوو خښ شوو آسونو پاتې شوني یې هم موندلي، خو تر اوسه پورې دغه پخوانۍ هدېره په بشپړه توګه نه ده څېړل شوې.

ویل کېږي چې دغه هدېره د لسګونو ټبرونو دفن ځای دی، چې له ۱۳۰ څخه تر ۱۶۰ فوټو پورې اوږدوالی لري او د لرګیو او ډبرو څخه جوړه شوې، چې اوس په خراب حالت کې شتون لري او داسې فکر کېږي چې دا به د اروپا لومړني بزګر اوسیدونکي وي.

لرغون پیژندونکو مارسن پرزیزیانا او جان بولس په یو ایمیل کې ساینسپوهانو ته ویلي، چې د دبیاني هدیره د منځنۍ پېړۍ په دې ډول کې ترټولو غټ او په زړه پوری ځای دی.

لرغون پېژندونکي وایي چې له دغې هدیرې او په هدیره کې د ترلاسه کېدونکي آثارو څخه به د لرغوني زماني د کلتور په اړه ډېر معلومات ترلاسه شي.

دا هم ولولئ

د الوتکې په څېر لاسي بکس؛ له الوتکې یې قیمت لوړ دی

یو امریکایي ډیزاینر یا ډیزاین کوونکي له پوستکي څخه یو داسې لاسي بکس جوړ کړی، …