ځینې کسان د غاښونو د ساتنې لپاره په عام ډول ساړه، ګرم یا د خوږو شیانو د خوړلو او څښلو څخه ډډه کوي، ځکه چې داسې خلک د ذکر شوو شیانو په خوړلو یا څښلو سره د غاښ په درد اخته کېږي.
خو ډېری کسان بیا په دې نه پوهېږي چې د سړو شیانو په خوړلو یا څښلو سره ولې غاښونه په درد کېږي او ددغه درد احساس څه ډول تر دماغو پورې رسېږي
ساینسپوهانو د یوې اوږدې څېړنې له مخې معلومه کړه، چې په غاښونو کې د اوډونټو بلاسټ (Odontoblast) له اغېزمنېدو وروسته د غاښونو درد رامنځته کېږي، خو پوښتنه داده چې آیا د اوډونټو بلاسټ د خوړلو او څښلو ترمنځ د درد کیفیت احساسېږي؟
ساینسپوهان وایي چې کله په غاښونو کې سوخت یا خارښت رامنځته شي نو د اوډونټو بلاسټ په نوم حجرې د سړو شیانو په خوړلو یا څښلو سره درد پیدا کوي، چې بیا دغه حجرې دماغو ته د درد د پیدا کېدو خبر ورکوي، کله چې د انسان دماغو ته د درد خبر ورسېږي، نو هغه وخت موږ د درد احساس کوو.
یاده دې چې کله چې مو غاښ له ځینو خوراکي توکو سره حساسیت ولري یاهم چینجن شي، نو په نتیجه کې یې درد رامنځته کېږي.