کورپاڼه / جالب / هغه سیمه چې د ورځې له څلرویشت ساعتونو څخه یې د یو ساعت د کمېدو پرېکړه شوې

هغه سیمه چې د ورځې له څلرویشت ساعتونو څخه یې د یو ساعت د کمېدو پرېکړه شوې

نن شپه چې د شنبې او یکشنبې ترمنځ شپه ده، په ټوله اروپا کې به د شپې په دوو بجو یو ساعت وخت مخکې کړي.

ویل کېږي چې په اروپا کې به د یو ساعت وخت په مخته کېدو سره به د اوړي د موسم د معیاري وخت پیل شي، خو د اروپا ځینې اوسیدونکي ددې سیستم له ګټو سره موافق نه دي او شکایتونه لري.

ځینې اروپایي اوسیدونکي وایي چې دغه سیستم پرته له کوم سببه هر کال د مارچ په آخر کې د یکشنبې او د اکتور د میاشتې په اخره یکشنبه کې د خلکو لپاره د پریشانۍ سبب کېږي.

دوی وایي چې دا به څومره اړین وي چې د مارچ د میاشتې په آخر کې دې د ورځې له څلرویشت ساعتونو څخه یو ساعت وخت کم شي او بیا دې په اکتوبر میاشت کې بېرته یو ساعت وخت ور زیات شي.

ویل کېږي چې د ځینو اروپایانو د شکایتونو بنسټ یا اساس دادی چې د مارچ په آخره یکشنبه کې ورځ درویشت ساعته وي او د اکتوبر په اخره یکشنبه بیا د ورځې پنځه ساعته وخت وي.

دا هم ولولئ

یو شخص په سخته ګرمۍ او مارانو کې په سکیټ تخته (۴۰۰۰) کیلومیتره سفر کړی

اته ویشت کلن ټام ډروري د سکیټ د لوبې سر سخت مینوال دی او اسمهال …