خپلواک وېبپاڼه – ايا کله مو داسې ماهي يا کب ليدلى چې دوه خولې لري؟ شايد چې نه مو وي ليدلى، خو نن درسره په خپلواک د داسې ماهي يا کب په اړه غږيږو، چې دوه خولې لري.
ویل کېږي چې په نیویارک کې یوې ښځې د ماهيانو يا کبانو نیولو پر مهال، د ژوند تر ټولو حیرانونکې تجربه هم وکړه.
د راپورونو تر مخه ویل کېږي، چې ډیبي ګیډیز د خپل خاوند سره په چیمپلن جهیل کې د ماهیانو په نيولو بوخته وه، چې یو عجیب ماهي یې ونیو. ډیبي زیاتوي کله مو چې ماهي ونیو، نو لومړى مې نه منله چې دا به دوه خولې ولري.
هغه زياتوي، چې دا ماهي يا کب د دوه خولو سربېره بالکل روغ رمټ هم و.
ډیبي وایي چې موږ پرته له کوم زیان څخه ماهي بېرته جهیل ته واچوو، خو ځینې عکسونه مو ترې واخیستل.
ویل کېږي کله چې د دغه دوه خولې لرونکي کب انځور په فیسبوک خپور شو، نو په زرګونه ځلې شئیر او همداراز بې شمېره څرګندونې پرې وشوې او د بحث موضوع وګرځېده.
د ماهي په اړه بیلابیل نظرونه شتون لري، ځینې یې جنټیکي مشکل ګڼي او ځینې په دې نظر دي چې په جهیل کې نور موجودات ژوند کوي، نو له همدې امله به دا ماهي دوه خولې لري.
خو که هر څه وي، دا هم د خداى پاک قدرت دى او خلک يې ټول حېران کړي دي او هر سړي پرې د خپل فکر تر څنګ په ټولنيزو رسنيو تبصرې هم کړي دي.