کورپاڼه / روغتيا / تلویزون او ځیرک موبایل د کوچنیو ماشومانو د ذهني روغتیا دښمن ګڼل کېږي

تلویزون او ځیرک موبایل د کوچنیو ماشومانو د ذهني روغتیا دښمن ګڼل کېږي

په فنلینډ کې له یوې اوږدې څېړنې وروسته څېړونکو خبرداری ورکړی، هغه ماشومان چې تر ډېره پورې تلویزون، ځیرک موبایل یاهم په ټابلیټ کې فلمونه یا نور شیان ګوري، نو پنځه کلنۍ کې اروایي ستونزو اخته کېږي.

ویل کېږي چې دغه څېړنه د هیلسنکي مرکزي روغتون د رواني ناروغیو ډاکتر جولیا پاوونن په مشرۍ سره له ۲۰۱۱ کال څخه تر ۲۰۱۷ کاله پورې ترسره شوه.

څېړونکو له څېړنې وروسته وموندل هغه ماشومان چې د ځیرک موبایلونو او د ټابلیټ سکرینونو ترمخ ډېر وخت تېروي، له ډېرو اروایي ستونزو سره مخ کېږي.

د مثال په توګه په سلوک یا رویه کې ستونزې، په نه خبره بحث کول، د غوسې په کنترولولو کې سخت مشکل او د تمرکز اړوند ستونزې.

ډاکتر پاوونن او ملګرو یې لارښوونه کړې چې د کوچني عمر ماشومان دې تلویزون، کمپیوټر، ځیرک موبایل او د ټابلیټ سکرینونو ته ډېره وخته نه کیني، ځکه چې ذکر شوې ټیکنالوژي د ماشومانو د ذهني روغتیا دښمن ګڼل کېږي.

دا هم ولولئ

څنګه کولی شو چې د لمر له وړانګو خپل پوستکی وساتو؟

موسمي بدلونونه نه یوازې دا چې پر چاپیریال اغېزې کوي، بلکې د انسان پر روغتیا …