کورپاڼه / ليکنې / هغه عادتونه که چېرته مو په یو چا کې ولېدل، اړیکه ورسره مه ساتئ

هغه عادتونه که چېرته مو په یو چا کې ولېدل، اړیکه ورسره مه ساتئ

هغه درې عادتونه کوم دي که چېرته یې په لومړنۍ لېدنه کې په یو چا ووینئ نو باید اړیکه ورسره ټینګه نه شي؟ په دې اړه یو ارواپوه وایي.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې شپږ دیرش کلن جینا هاکنګ وایي، که چېرته یو شخص ستاسې ترمخ ناست وي او غواړي چې ستاسې عادت ته بدلون ورکړي، خو دریم شخص د مثال په توګه درته ښیي نو له داسې خلکو سره دویمه لېدنه تېروتنه ده، ځکه چې دا ډول خلک پخپل ملګري د غلبې کولو غوښتونکي وي.

جینا هاکنګ وایي چې که چېرته تاسې له یو داسې شخص سره مخ کېږئ، چې خپل زوړ ملګري ته ناوړه کلمې کاروي، نو له داسې شخص سره ملګرتیا کول تېروتنه ده.

یوه اړیکه هغه وخت پای ته رسېږي کله چې د یو کس یاهم د دواړو لورو ترمنځ مینه کمه شي، نو که چېرته تاسې په لومړنۍ لېدنه کې له یو داسې شخص سره مخ کېږئ چې خپل زوړ ملګری په هره خبره کې یادوي نو باید په یاد ولرئ چې دغه اړیکه مو تر ډېره وخته نه پاتېږي.

جینا هاکنګ زیاتوي که چېرته له یو داسې شخص سره مخ شوئ چې په لومړنۍ لېدنه کې په چالاکۍ سره پر تاسې نېوکه کوي، نو هڅه وکړئ چې د داسې شخص له ملګرتیا ډډه وکړئ.

دا هم ولولئ

لمر

د نړۍ هغه ٥ سيمې، چېرته چې لمر نه ډوبېږي

الله ج دا نړۍ ډېره ښايسته پېدا کړې ده او داسې داسې ښايسته سيمې يې …