کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / انستاګرام د خپلو کاروونکو لپاره نوي فیچرونه یا ځانګړتیاوې رامنځته کوي

انستاګرام د خپلو کاروونکو لپاره نوي فیچرونه یا ځانګړتیاوې رامنځته کوي

د فیسبوک د ملکیت لاندې د عکسونو او ویډیوګانو خپروونکې اپلیکشن انستاګرام پر نوو فیچرونو یا ځانګړتیاوو کار پیل کړی دی.

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې اوسمهال د انستاګرام پر سټورۍ اته دانې ایموجي شتون لري، ترڅو کاروونکي یې ترې د غبرګون په څرګندولو کې ګټه پورته کړي، خو انستاګرام اوسمهال په دې کار پیل کړی، چې خپلو کاروونکو ته نورې اسانتیاوې هم رامنځته کړي.

د انستاګرام ویاند وایي چې پر سټورۍ یې د غبرګون د ښودلو لپاره په مختلفو فیچرونو یا ځانګړتیاوو کار پیل کړی، چې په راتلوونکو څو ورځو کې به بشپړ شي. دی وایي چې دوی به ډېر ژر د غبرګون ښودلو لپاره مختلف فیچرونه یا ځانګړتیا وړاندې کړي، چې کاروونکي کولی شي چې د یو په انتخابولو سره غبرګون ښکاره کړي.

 

په دې اړه انستاګرام په ټویټر کې یوه ویډیو هم خپره کړې، چې تر څنګ یې مختلفو فیچرونو یا اسانتیاوو ته اشاره هم کړې، په دې ویډیو کې لېدل کېږي چې انستاګرام په څلورو برخو یعنې د خوښۍ، مینې، ټوکو ټکالو او د غم په سټیکرو کار کوي او ویل شوي چې په دې هره برخه کې به پنځه نور سټیکرونه هم شامل کړي.

خو بله خوا د انستاګرام له لورې ددې سټیکرو د ازمایښت یا وړاندې کولو په تر اوسه پورې نه تایید شوی او نه یې د رد په اړه څه ویل شوي.

دا هم ولولئ

وټساپ د آیفون کاروونکو ته دوه نوي فیچرونه یا ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د پیغام رسونې ترټولو مشهور اپلیکیشن وټساپ د آیفون کاروونکو لپاره دوه داسې فیچرونه یا …