کورپاڼه / هنر او کلتور / هیما مالیني: کله چې شاهرو خان په فلم کې د کار کولو لپاره راوغوښتل شو، نو باور مې رانغی

هیما مالیني: کله چې شاهرو خان په فلم کې د کار کولو لپاره راوغوښتل شو، نو باور مې رانغی

شاهرو خان د هندي فلمي صنعت په تاریخ کې یو له هغه ستورو څخه ګڼل کېږي، چې د خپل کیریر په پیل کې د وخت مشهورې اداکارې هیما مالیني ونه پېژاند.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې هیما مالیني شاهرو خان ته پخپل فلم کې د کار کولو لپاره زنګ وواهه او کور ته یې هم راوغوښت. دلته باید یادونه وکړم چې هیما مالیني د اداکارۍ ترڅنګ د فلم په جوړونه یا لارښوونه کې هم بخت ازمایلی او بریا ور پکې ترلاسه کړې.

د نوموړې په لارښوونه کې یو فلم د (دل اشنا هی) په نوم هم دی، چې شاهرو خان او دیویا بارتي ور پکې مرکزي رول لوبولی. په دې فلم سره نه یوازې دا چې هیما مالیني بریا ترلاسه کړه، بلکې د دواړو اداکارانو جوړه هم خوښه کړل شوه.

هیما مالیني د شاهرو خان په اړه وایي کله چې یې د فلم لپاره غوره کړ، نو زنګ یې ورته وواهه، خپل ځان یې ور وپېژاند او ورته یې وویل چې د فلم لپاره یې غوره کړی، چې ممکن شاهرو خان په دې خبره باور نه و کړی او له بل چا څخه یې نمبر راوخیست او خبرې یې ورسره وکړې.

هیما مالیني وایي چې:((شاهرو خان یو ښه انسان دی او داسې فکر مې کاوه چې د یو ښه اداکار وړتیاوې په ځان کې لري)).

نوموړې وایي چې شاهرو خان یې له درمندر سره مخ کړ او ورته یې وویل چې دا هغه هلک دی چې د فلم لپاره یې غوره کړی، چې بیا درمندر ورته په ځواب کې ویلي ول چې ډېر ښه دی په فلم کې یې واخله.

یاده دې وي چې شاهرو خان تقریباً له دریو لسیزو څخه یې د بالیووډ په فلمي صنعت پادشاهي کړي او ګڼ شمېر فلمونه یې ورکړي.

دا هم ولولئ

ابیشک بچن: یو وخت مې د فلمي صنعت د پرېښودو پرېکړه کړې وه

د هند فلمونو مشهور اداکار یا هنرمند ابیشک بچن اوسمهال په بالیووډ کې د غوره …