کورپاڼه / اسلام / د برات په شپه د مسلمانانو بدعتي او خرافاتي دودونه

د برات په شپه د مسلمانانو بدعتي او خرافاتي دودونه

د شعبان د میاشتې پنځلسمې شپې ته په عام ډول برات ویل کېږي، ددې شپې په اړه عام خلک بېلابېل نظریات او بدعتي عقدې لري، چې دلته به یې په لنډ ډول ذکر وکړو:

– د پرېکړو شپه:

ځینې هغه دنیا پرست علماء چې له دنیا سره مینه لري او د اسلام د مبارک دین په روح نه وي پوه شوي په عامو خلکو کې یې دا خبره مشهوره کړې چې په دې شپه د ټولو انسانانو د تقدیر پرېکړه کېږي، دوی دغه آیت په دلیل کې راوړي:

((اِنَّآ اَنْزَلْنٰہُ فِيْ لَيْلَۃٍ مُّبٰرَکَۃٍ اِنَّا کُنَّا مُنْذِرِيْنَ)) ژباړه پرته له شکه موږ په دې مبارکه شپه کې نازل کړی او پرته له شکه موږ وېروونکي یو.

په دې ایت کې نه ده واضحه شوې چې کومه شپه مبارکه شپه ده او دویمه خبره داده چې له مبارکې شپې څخه مطلب د قدر شپه ده چې ټول مسلمانان دا حقیقت مني او دا شپه د رمضان په میاشت کې ده، نه په شعبان کې.

– د روحونه راتګ:

په عامو خلکو کې دې خبرې هم زور اخیستی چې په دې شپه د مړو روحونه خپلو کورونو ته ځي، خو الله تعالی دا خبره ردوي(( وَمِنْ وَّرَاۗیِٕہِمْ بَرْزَخٌ اِلٰی يَوْمِ يُبْعَثُوْنَ​)) ژباړه: او د مړو د بیا ژوندي کېدو ورځې پورې برزخ حایل دی.

– د قبرونه زیارت:

د قبرونو په زیارت سره آخرت رایادېږي او انسان دیته اماده کوي چې نیک کارونه وکړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم د قبرونو د زیارت کولو اجازه هم ورکړې، خو د قبرونو د زیارت لپاره ځانګړی وخت یا ورځ ټاکل بدعت دی.

– حلوا پخونه:

د برات په شپه د حلوا پخول یا خوړل نه په قران کې شته او نه یې هم په حدیثونو کې ذکر راغلی، بلکې دغه رسم دنیا پرستو او خېټورو علماء دود کړی، دوی د احد پېښه د دلیل په ډول راوړي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم غاښ مبارک شهید شوی و او حلوا یې وخوړه، خو تاریخپوهان بیا ټول په دې خبره اتفاق لري چې دغه د شوال په میاشت کې واقع شوې وه.

– د اور لوبه:

د برات په شپه ترټولو مشهور خرافات د اور لوبه ده، دا چې موږ باید د خوښۍ په مراسمو کې څه وکړو هر څه راته اسلام بیان کړي او له خرابو او ناوړه کارونو یې منعه کړي یو، د اور لوبه د وخت ضایع او فضول خرچي ده او هغه څوک چې فضول خرچي کوي د شیطان ورور ګڼل شوی، په مسجد کې د شمعو لګول یا عطر او خوشبویانې لګول دغه دود د یحیی برمکي له لوري رواج وموند او په دې شپه د اور لوبه کول د هندوانو او عیسویانو سره مشابهت ګڼل کېږي.

– صلاة الفیه:

د برات په شپه دود شوی له اسلام څخه خلاف عمل په زرګونه لمونځونه په پابندۍ سره ادا کول هم دي.

Loading...

دا هم ولولئ

داسې وخت هم راروان دی چې خلک به په ښو کارونو شرمېږي

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایلي، چې الله تعای هغه شخص د خپل عرش …