انسانان تر اوسه پورې لا پر مریخ قدم نه دی ایښی، چې د راتلوونکي لپاره په دې سیاره یو وپلورل شول.
ویل کېږي چې د مارس هاوس یعنې د مریخ کور په نوم دغه لومړنی ډیجیټل NFT کور دی، چې د ځمکې یو اوسیدونکي په پنځه لکه ډالر پلورلی دی.
دغه راز د کور نقشه یې هم چې د کریستن کیم په د یوې میرمنې لخوا په تري ډي شکل جوړه شوې وه، پیریدونکي شخص ته لېږل شوې، نوموړې میرمن وایي چې دغه نقشه یې د کورونا د وایروس پرمهال د ۲۰۲۰ کال د میي په میاشت کې جوړه کړې.
په دې کور کې به د شنې خونې ترڅنګ، د خوراک، ناستې پاستې او د وېده کېدو د ځایونو ترڅنګ حوض هم ستون ولري او د مریخ په کوم غونډۍ به جوړ شي ترڅو د مریخ له طبیعي ښکلاګانو خوند واخیستل شي.
این ایف ټۍ NFT د کرپټو کرنسۍ یعنې د بیټ کواین په څېر دی، چې ډیجیټل سرمایه ثبتوي، خو دغه کرنسي د نورو برعکس نه تبدیلېږي، بلکې خپل ارزښت لري چې متحرک او غیر متحرک عکسونه، ویډیوګاني او موسیقي وړاندې کولی شي او د نادرو شیانو د راټولولو لپاره هم د کار وړ ده.