کورپاڼه / خپلواک / شاه رخ خان: اول مې فکر کاوه چې ډېر بدرنګه يم نو فلمونو کې کار نه شم کولای
شاه رخ خان

شاه رخ خان: اول مې فکر کاوه چې ډېر بدرنګه يم نو فلمونو کې کار نه شم کولای

خپلواک وېبپاڼه (۲۹ اکتوبر ۲۰۱۹) نوې ډيلي: د هندي سينما نامتو فلمي ستوری شاه رخ خان وايي، چې فلمونو ته د راتګ پر مهال يې فکر کاوه چې ډېر بدرنګه دی او وه به نه شي کولای چې په فلمونو کې کار وکړي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وينا، د هندي فلمونو اداکار او پروډيوسر شاه رخ خان وايي، چې د فلمي ژوند په پيل کې يې فکر کاوه چې ډېر بدرنګه دی نو ځکه اداکاري نه شي کولای.

هندي رسنۍ زياتوي، چې شاه رخ خان په خپله يوه مرکه کې د فلمي ژوند لومړي وختونه ياد کړل او وې ويل چې کله يې خپل دويم فلم (راجو بن ګيا جنټلمېن) کې خپل ځان په سکرين وليده، نو هغه وخت يې فکر وکړ چې ډېر بدرنګه دی، ويښته يې ډېر خراب دي او نه ده ورته پکار چې اداکاري وکړي.

شاه رخ خان: د يوې غريبۍ کورنۍ يتيم ماشوم وم

شاه رخ خان: نړۍ بايد د ګاندهي له فکره خبره کړو

شاه رخ خان د ايټالوي خوراکونو پخلی زده کوي

هغه وايي، هغه وخت مې فکر وکړ چې د نانا پاټيکر، امريتا سنګ او جوهي چاوله په څېر لويو ستورو سره کار نه شم کولای.

نوموړی همدا راز په خپلو خبرو کې زياتوي، چې بيا ورته اداکارې جوهي چاوله ډاډ ورکړ او ورته يې وويل، چې اداکاري مه پرېږده. هغه وايي، د نوموړې خبرو ماته ډېر ډاډ راکړ.

د يادولو ده چې شاه رخ خان د خپل وروستي فلم (زيرو) نه وروسته د کوم فلم جوړولو اعلان نه دی کړی، د هغه مينه وال په تمه دي چې د هغه راروان فلم به کوم يو وي. ښايي نوموړی د نومبر په دويمه نېټه، چې د هغه کليزه ده د خپل راتلونکي فلم په تړاو اعلان وکړي.

شاه رخ خان تېره ورځ په يوه مرکه کې ويلي و، چې له فلمونو يې رخصت اخيستی او خپل ټول وخت کورنۍ ته ورکوي، هغه وايي ماشومانو ته سهار په خپله پاستا پخوي او همدا راز د ايټالوي خوراکونو پخلی هم زده کوي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …