کورپاڼه / جالب / یو روسي لامبوزن په کنګل شوي جهیل یا ډنډ کې د غوټې په وهلو نړیوال ریکارډ جوړ کړ

یو روسي لامبوزن په کنګل شوي جهیل یا ډنډ کې د غوټې په وهلو نړیوال ریکارډ جوړ کړ

یو روسي لامبوزن له یخ څخه په ډک ډنډ کې د لامبو په وهلو نړیوال ریکارډ پخپل نوم کړ.

ویل کېږي چې دغه لامبوزن چې الیکسي مولچانوف نومېږي او مور یې هم یوه مشهوره لامبوزنه وه د سایبیریا په کنګل شوي بیکال جهیل یا ډنډ د ۲۶۲ فوټو په ژورو کې د غوټې په وهلو سره نړیوال ریکارډ جوړ کړو.

د نړیوال خبري اژانس د راپور له مخې ویل کېږي چې الیکسي مولچانوف په کنګل شوي ډنډ کې د ۲۶۲ فوټو فاصله په دوو دقیقو کې پوره او نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ او نوموړی کولی شي چې تر نهو دقیقو خپل ساه بنده وساتي.

ویل کېږي چې الیکسي مولچانوف د کنګل شوي ډنډ په سطحه د یو سوري له لارې ور داخل شو، چې یوه رسۍ یا پیړی هم ورسره د لارښوونه لپاره و، چې د غوټې په خوړلو سره یې شلم نړیوال ریکارډ هم جوړ کړ.

الیکسي وایي چې په ژورو کې یې هر څه لیدلی شول، خو د پیړۍ په مرسته یې خپل هدف ترلاسه کړو او د ډنډ په ژورو کې یې په ټاکل شوي ځای لاس وواهه او بېرته له ډنډ راووت.

د نوموړې مور هم چې یوه تکړه لامبوزنه ده، شپږ کاله دمخه په د لامبو وهلو پرمهال مړه شوه او د بیکال جهیل یا ډنډ په جنوبي سایبیریا کې د نړۍ ترټولو ژور او د خوږو اوبو لرونکی جهیل دی، چې دولس زره مربع کیلو میتره پراخوالی لري او د سایبیریا (نیلي سترګه) هم ورته ویل کېږي.

دا هم ولولئ

آیا د بوټو او نباتاتو د ساه اخیستلو غږ اورېدلی شو؟

آیا د بوټو یا نباتاتو د ساه اخیستلو آواز یا غږ اورېدلی شئ؟ که چېرته …