کورپاڼه / جالب / له یو کتابتون څخه وړل شوی کتاب څلویښت کاله وروسته ور وسپارل شو

له یو کتابتون څخه وړل شوی کتاب څلویښت کاله وروسته ور وسپارل شو

له هالینډ څخه یو داسې حیرانوونکې خبر راغلی دی چې ټول خلک یې په اورېدو ګوته په غاښ شوي.

ویل کېږي چې په هالینډ کې له یوه کتابتون څخه څلویښت کاله دمخه وړل شوی کتاب اوس یعنې څلویښت کاله وروسته ور وسپارل شو.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې د هالینډ د ډچ کتابتون څخه د وړل شوي کتاب په کارت کې د ۱۹۸۱ کال د فبرورۍ د میاشت نیټه لیکل شوې، چې باید په همدې کال ۱۹۸۱ د مارچ په میاشت کې ورته بېرته سپارل شوی وای، خو کتاب څلویښت کاله وروسته ور ورسید.

د کتابتون په ټویټر اکونټ د پوسټ له مخې ویل کېږي چې ځینې وختونو داسې هم وي چې پخپلو سترګو به مو باور رانه شي، نو په کتاب د لیکل شوې نیټې ته په کتو یې له پامه غورځول ستونزمن ول.

د کتابتون کارکوونکي وايي کله چې یې د کتاب تاریخ وکوت، نو هیڅ باور یې رانغی او د حیرانۍ احساس یې وکړ.

دوی وایې چې له څلورو لسیزو یې د کتاب په لټولو کې ډېرې ستونزې وګاللې، ځکه چې د کتاب په کارت ادرس غلط لیکل شوی و.

دا هم ولولئ

آیا د بوټو او نباتاتو د ساه اخیستلو غږ اورېدلی شو؟

آیا د بوټو یا نباتاتو د ساه اخیستلو آواز یا غږ اورېدلی شئ؟ که چېرته …