کورپاڼه / کرکټ / نیوزیلینډ، بنګله دیش ته په لومړنۍ شل اوریزه لوبه کې هم ماتې ورکړه

نیوزیلینډ، بنګله دیش ته په لومړنۍ شل اوریزه لوبه کې هم ماتې ورکړه

نیوزیلینډ د شل اورېزو لوبو د لړۍ لومړنۍ لوبه هم له بنګله دیش څخه په ۶۶ منډو سره وګټله.

دغه لوبه نن ورځ د نیوزیلینډ په کوربتوب د سیدون پارک په لوبغالي کې ترسره شوه، چې د نیوزیلینډ لوبډلې ور پکې د پچې په ګټلو سره پخپله د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

نیوزیلینډ په ټاکلو شوو شل اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو ۲۱۰ منډې ترسره کړې، چې له ډلې یې ډوین کانوی په ۵۲ توپونو ۹۲، ویل ینګ په ۳۰ توپونو ۵۳ او مارټن ګوپټل په ۲۷ توپونو ۳۵ منډې جوړې کړې او د بنګله دیش له لورې په توپ اچونه کې ناسم احمد او مهدي حسن یوه ـ یوه ویکټه واخیسته.

بنګله دیش د ۲۱۱ منډو په تعقیب د ۸ لوبغاړو په سوځیدو ۱۴۴ منډې وکړې، چې له ډلې یې عفیف حسین په ۳۳ توپونو ۴۵، محمد سیف الدین په ۳۴ توپونو ۳۴ او محمد نعیم په ۱۸ توپونو ۲۷ منډې جوړې کړې او د نیوزیلینډ له لورې په توپ اچونه کې سودي څلور، فرګوسن دوه او بینیټ یوه ویکټه ترلاسه کړه.

د لوبې غوره لوبغاړی کانوی ونومول شو او په دې سره نیوزیلینډ د شل اوریزو لوبلړۍ لومړنۍ لوبه پخپل نوم کړه.

دا هم ولولئ

د زمبابوې لوبډلمشر: د بابر اعظم مخې نیولو لپاره توپ اچونکي لرو

د زمبابوې لوبډلمشر شان ویلیمس وايي، چې بابر اعظم ښه توپوهونکی دی، خو ړوی هم …