کورپاڼه / هنر او کلتور / عمران هاشمي د امیتاب بچن د زړورتیا کیسه وکړه

عمران هاشمي د امیتاب بچن د زړورتیا کیسه وکړه

هندي اداکار یا هنرمند عمران هاشمي د افسانوي اداکار امیتاب بچن د زړورتیا کیسه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې دی هم د نوموړي په څېر شي.

په دې وروستیو کې دواړو اداکارو د (څهرې) فلم لپاره اداکاري کړې، چې ډېر ژر به خپور شي. په دې فلم کې عمران هاشمي د خپل ځان لپاره د بالیووډ د لوی ستوري سره د کار کولو پرځای د یو مینوال رول لوبولی.

ویل کېږي چې دواړه اداکاران به د رومي جعفر په لارښوونه جوړېدونکي فلم (څهرې) کې راڅرګند شي، چې ډېر ژر به په سینما وښودل شي.

عمران هاشمي ددې فلم په اړه په یوه مرکه کې ویلي، چې دی د کار کولو شوق یا مینه لري، خو په دې نه پوهېږي چې په راتلوونکو پنځه دیرش کلونو به پرمختګ وکړي او که ختم به شي.

عمران هاشمي هیله څرګنده کړې چې دی هم د امیتاب بچن په څېر ژوند وکړي، نوموړی وایي چې کله یې په سلواکیه کې د یو فلم په ثبت بوخت و، نو په طوفان کې راګیر شول، امیتاب بچن هم د فلم په ثبت بوخت و او بېرته موټر ته نه شو تللی.

عمران هاشمي د امیتاب بچن په اړه وایي چې نوموړی یو افسانوي ستوری دی، څلور لسیزې یې کار کړی، هندي سینما دده له نوم پیل او په ده باندې ختمېږي.

نوموړی وایي چې د خپل کیریر پیل کې یې امیتاب بچن ولید، خو ترڅنګ یې ورسره کېناست او په همدې ډول یې زما نظر بدل کړ.

دا هم ولولئ

ابیشک بچن: یو وخت مې د فلمي صنعت د پرېښودو پرېکړه کړې وه

د هند فلمونو مشهور اداکار یا هنرمند ابیشک بچن اوسمهال په بالیووډ کې د غوره …