کورپاڼه / خبرونه / راشد، نبي، مجيب او اصغر افغان ولې د کمال خان بند په وياړ لوبه کې ګډون ونکړ؟
نبي، راشد، اصغر او مجيب

راشد، نبي، مجيب او اصغر افغان ولې د کمال خان بند په وياړ لوبه کې ګډون ونکړ؟

د جمعې په ورځ د افغانستان کرکټ بورډ په کابل لوبغالي کې د کمال خان بند د پرانيستې په وياړ يوه شل اوريزه لوبه برابره کړې وه، چې د ګلبدين نايب په مشرۍ د کمال خان بند ساتونکو لوبډلې پکې د نجيب الله ځدراڼ په مشرۍ د کمال خان بند جوړونکو ته ماتې ورکړه.

د دې لوبې نندارې ته په ګڼ شمېر مينه وال لوبغالي ته ورغلي و او نه يوازې دا چې ملي لوبغاړي يې له نږدې څخه وهڅول، بلکې د کمال خان بند د پرانيستې جشن يې هم ولمانځه.

دا لوبه د افغانستان لپاره ډېره مهمه وه، ځکه چې د کمال خان بند د پرانيستې په وياړ ترسره کېده، خو په دې لوبه کې د افغانستان درې مهمو لوبغاړو، راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان برخه وانخيسته.

ياد لوبغاړي چې په نړيواله کچه د افغانستان پېژندل شوي لوبغاړي دي او د نړۍ په سترو سترو تجارتي ليګونو کې لوبېږي، د افغانستان لپاره دې مهمې لوبې ورته هېڅ ارزښت نه درلود او همدا لامل شو چې دوى ونه شول کولاى چې د متحده عربي اماراتو څخه د دوه ورځو لپاره افغانستان ته راشي.

راشد خان خو ډېره اوږده موده کېږي چې هېواد ته نه دى راغلى او يو ځاى د لوبو ختمېدو وروسته بل ځاى لوبو ته ځان رسوي، محمد نبي هم بيا له خپلې کورنۍ سره متحده عربي اماراتو ته تللى دى او د دې مهمې لوبې پر ځاى هماغلته پاتې شو، همدا راز مجيب چې تازه واده يې کړى دى، هم دې لوبې ته يې ارزښت ورنکړ.

ډېرى خلکو له دې امله هم په دوى نيوکې کړې دي، چې هر تجارتي ليګ ته ځان رسوي، خو کله چې د کمال خان بند پرانيستې په وياړ په دې لوبه کې پېسې نه وې، نو دوى هم ورته ارزښت ورنکړ.

بلخوا د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان چې د کمال خان بند جوړونکو لوبډلې لوبډلمشر هم ټاکل شوى و، کرکټ بورډ وروسته په ياد نوملړ کې بدلون راوست او وې ويل چې اصغر افغان ټپي دى، نو ځکه به په لوبه کې ګډون ونکړي.

خو کرکټ بورډ دا ونه ويل چې اصغر افغان څنګه، چېرته او ولې ټپي شوى دى او ټپ يې د کوم ځاى دى، خو زموږ د معلوماتو له مخې، اصغر افغان هېڅ ټپي نه دى او هغه يوازې له دې امله په دې لوبه کې ګډون ونکړ، چې فکر يې کاوه د راشد، نبي او مجيب په څېر مهم لوبغاړي په دې لوبه کې ګډون نه کوي، نو بايد هغه هم ځان مهم ښکاره کړي او په لوبه کې ګډون ونکړي.

بلخوا د اصغر افغان په مقابل کې ګلبدين نايب لوبېده او د دواړو ترمنځ د نړيوال جام څخه اړيکې ښې نه دي او په دې هم ويرېده، چې که ګلبدين نايب ترې لوبه وګټي، نو دا به هم د هغه لپاره ښه خبره نه وي او ګلبدين نايب په رښتيا هم دغه لوبه کې بريا خپله کړه.

Loading...

دا هم ولولئ

شيکر دهون

شيکر دهون د ډيلي لوبډله په لومړۍ لوبه کې بريالۍ کړه

د ډيلي کاپيټلز له خوا شيکر دهون په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او په …