د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) راتلونکي پړاو کې د ګډون په موخه هند ته روان شوى دى.
نوموړى چې په وروستي ځل د افغانستان او زمبابوې په لوبو کې ولوبېده، په متحده عربي اماراتو کې و، چې له هماغه ځاى څخه هند ته روان شوى دى.
راشد خان په خپل انسټاګرام اکاونټ کې يو عکس خپور کړى دى، چې ځان يې تګ ته اماده کړى دى او روانېږي. نوموړي له دې عکس سره ليکلي دي، چې د اى پي ايل راتلونکي پړاو لپاره چيناى ته روان دى.
View this post on Instagram
هغه دا عکس په انسټاګرام کې ٤ ساعته مخکې خپور کړى دى، چې تراوسه پورې ١٣٧ زره کسانو خوښ کړى او سلګونه کسانو پرې تبصرې هم کړې دي.
راشد خان په اى پي ايل کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېږي، چې د هغه تر څنګ په دې لوبډله کې محمد نبي او مجيب الرحمان هم لوبېږي.