کورپاڼه / روغتيا / یوازې څو دقیقې قدم وهنه هم د دماغو لپاره ګټوره وي

یوازې څو دقیقې قدم وهنه هم د دماغو لپاره ګټوره وي

دا خبره خو اوس یو منلی حقیقت دی چې ورزش کول، منډه وهل یاهم قدم وهنه د انسان د دماغو لپاره ډېر ګټور وي، خو اوسمهال معلومه شوې چې یوازې دوه دقیقې ورزش کول هم د انسان د دماغو او حافظې لپاره ګټور وي.

ویل کېږي چې په دې اړه روغتیایې کارپوهانو دیارلس ترسره شوې څېړنې له سره بیا وڅېړلې او له دې وړاندې هم له ډېرو څېړنو معلومه شوې وه چې د ورزش په کولو او منډې وهلو سره په دماغو کې د (برین ډرایوډ نیوروټروفیک فیکټر) په نوم پروټین رامنځته کېږي.

دغه پروټین له یو لوري د انسان حافظه پیاوړې کوي او بل لوري ته زموږ په تمرکز کې ډېروالی رامنځته کوي، خو اوسمهال څېړونکي وایي چې یوازې دوه دقیقې د سایکل په چلولو، قدم وهنې یاهم د منډې په وهلو سره زموږ پر دماغو مثبتې اغېزې پرېوځې.

په دې اړه بېلابېلې څېړنې ترسره شوي چې بدني فعالیتونه یا ورزشونه په یو ساعت کې دننه د انسان پر بدن مثبتې اغېزې کوي.

له دې څېړنې وروسته څېړونکو وویل که چېرته مصروفه ژوند لرئ نو په ورځ کې څو ځلې ورزش یاهم قدم وهنه کولی شو او د لنډ وخت لپاره قدم وهنه هم زموږ دماغي وړتیاوې ډېروي.

دا هم ولولئ

که د وینې فشار لوړ وي یا ټیټ، څه ډول به یې کنترولوو؟

د عمر په ډېرېدو سره په ځینو کسانو کې د وینې د لوړ فشار امکان …