کورپاڼه / خبرونه / مجيب ځدراڼ ٢٠ کلن شو
مجيب الرحمان

مجيب ځدراڼ ٢٠ کلن شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى مجيب الرحمان نن خپله ٢٠مه کليزه لمانځي، نوموړى په ٢٠٠١ کال کې د مارچ په ٢٨مه نېټه په خوست ولايت کې زېږېدلى و.

مجيب ځدراڼ دا وياړ هم لري چې لومړنى هغه کرکټر و چې په يويشتمه پېړۍ کې زېږېدلى و او نړيوالې لوبې يې ترسره کړې وي.

مجيب الرحمان د افغانستان ملي لوبډلې تر څنګ په ډېرو سترو تجارتي ليګونو کې هم لوبېدلى دى او هر ځاى يې د خپلې وړتيا او ښې توپ اچونې په مټ خپلې لوبډلې ته برياوې ورپه برخه کړي دي.

نوموړى چې کله د ١٩ کلنو نړيوال جام کې ولوبېده نو هلته ډېر وځلېده او له هغه وروسته بيا ملي لوبډلې ته راغى، چې لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه يې په ٢٠١٧ کال کې د دسمبر په پنځمه نېټه د ايرلېنډ پر وړاندې ترسره کړه.

مجيب ځدراڼ د ملي لوبډلې او ١٩ کلنو لوبډلې تر څنګ د بنګله ټايګرز، بريسبين هيټ، کوميلا ويکټورينز، کوميلا واريرز، همپشاير، جمايکا ټلاواس، کابل زلمي، کنګز اليون پنجاب، مس عينک نايټس او پېښور زلمي لوبډلو لپاره هم لوبېدلى دى.

نوموړى د اى پي ايل په تېرو درې پړاوونو کې د کنګز اليون پنجاب (اوس پنجاب کنګز) لوبډلې لپاره ولوبېده، خو سږکال هغه د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې اخيستى دى.

مجيب الرحمان د افغانستان لپاره ١ ټېسټ، ٤٣ نړيوالې يو ورځنۍ او ١٩ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي، چې په ټولو لوبو کې يې ٩٦ ويکټې ترلاسه کړې دي.

همدا راز نوموړي ١٣٦ شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي چې ١٤٧ لوبغاړي يې سوځولي دي.

مجيب الرحمان په دې وروستيو کې د ايرلېنډ پر وړاندې د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لپاره هم اخيستل شوى و، خو د وېزو د ستونزو له امله هغه ناوخته متحده عربي اماراتو ته لاړ او په کومه لوبه کې يې برخه وانخيسته.

دا هم ولولئ

کريم صادق

کريم صادق: افغان سيليکټران د ډالرو په بدل کې لوبغاړي انتخابوي، که فساد نه واى، تراوسه به مو نړيوال جام هم ګټلى و

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى پيليز توپوهونکى کريم صادق وايي، چې افغان سيليکټرانو چې …