کورپاڼه / هنر او کلتور / اريان خان د کمال خان بند د پرانيستې په وياړ د (خوږو اوبو سرود) ثبتوي
اريان خان او کمال خان بند

اريان خان د کمال خان بند د پرانيستې په وياړ د (خوږو اوبو سرود) ثبتوي

د هېواد مشهور هنرمند اريان خان هم د کمال خان بند د پرانيستې په وياړ په يو سرود کار کوي او وايي چې ډېر ژر به يې خلکو ته وړاندې کړي.

د کمال خان بند چې څو ورځې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني پرانيست، د افغانستان يو مهم او ستر بند دى، چې ټولو هېوادوالو پرې خوشحالي ښکاره کړې ده.

اوس تازه اريان خان په خپله فېسبوکپاڼه کې ليکلي دي: ((د خوږو اوبو سرود به ډېر ژر د موسيقۍ له شور سره واورئ.)) دا نظم مشهور شاعر پير محمد کاروان ليکلى دى او اريان خان يې په خپل غږ کې ريکارډ کوي.

د خوږو اوبو روان سرود غږېږي

ګوندې وي چې اوښکې وينې ودرېږي

په څپو څپو روانه کمال خانه

کله لمر کله سپوږمۍ درته موسيږي

اريان خان په دې اړه له خپلواک وېبپاڼې سره په خپلو خبرو کې وويل، چې په دې سرود يې کار روان کړى دى او په ډېر معياري او مسلکي ډول به دا ولس ته وړاندې کړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې هغه په خپلو نويو هنري کارونو باندې ځکه زيات وخت مصرفوي، تر څو ډېر ښه او په مسلکي ډول يې جوړ کړي.

دا هم ولولئ

غزال عنايت

غزال عنايت: يوه مافيايي ډله هڅه کوي چې زه له موسيقۍ او هنره لاس واخلم، ايا زه يې په وړاندې چوپ پاتې شم؟

د هېواد مشهوره سندرغاړې غزال عنايت وايي، چې يوه مافيايي ډله په دې هڅه کې …