کورپاڼه / بېلا بېل / يوه بې وزله ښځه يوې ملغلرې ميليونره کړه؛ جالبه پېښه
سمندري شى

يوه بې وزله ښځه يوې ملغلرې ميليونره کړه؛ جالبه پېښه

د تايلېنډ يوه بې وزله ښځه چې ډېر غريب ژوند يې تېراوه، داسې يوه ملغلره يې موندلې ده چې ارزښت يې ميليونونه دى، ښځه د دې ملغلرې له موندلو وروسته په خوشحالۍ نه مړېږي.

د نړيوالو رسنيو راپورونو په وېنا، دا ښځه د تايلېنډ په ساتن ايالت کې اوسېږي، چې د څو پېسو په بدل کې يې د ميليونونو ارزښت لرونکې ملغلره پېدا کړه.

په راپور کې ويل شوي دي، چې د کوډيشا کورن په نوم دغه ښځې د ماښام خواړو لپاره په ٧٠ باهټو (شاوخوا ٩٠ افغانۍ) باندې سمندري خواړه (سيپ) واخيستل، چې د هغې څخه د (اورنج ميلو) په نوم ګرانبيه ملغلره ورته راووته.

تايلېنډۍ ښځه

په راپور کې زياته شوې، چې کله دغه ښځې سيپ غوڅ کړ، نو د ميلو يوه ملغلره ترې راووته، لومړى هغې فکر وکړ چې کوم کاڼى دى، خو وروسته چې يې کله دا ملغلره وپېژندله، نو ژوند يې بدل شو.

په پيل کې کوډيشا کورن دا ګرانبيه ملغلره پټه ساتلې وه، هغې سره دا ويره وه چې څوک يې ترې وانخلي، خو اوس هغې پرېکړه کړې ده چې دا ملغلره خرڅه کړي او د خپلې مور درملنه پرې وکړي.

دا هم ولولئ

الوتکه کې د ماشوم زېږېدل

له کاناډا څخه قاهرې ته تلونکې الوتکه کې ماشوم زېږېدلى

د مصر يوه الوتکه چې له کاناډا څخه قاهرې ته روانه وه، د سفر پر …