کورپاڼه / روغتيا / د بادرنګو حیرانوونکې غذایي رژیم

د بادرنګو حیرانوونکې غذایي رژیم

بادرنګ یو له هغه خوراکي توکو له جملې څخه دی چې د بدن اوبه پوره کوي، چې په همدې علت یې په اوړي کې استعمال هم ډېرېږي. د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې بادرنګ پخپل جوړښت کې کالوري نه لري، خو منرالونه او ویټامینونه یې بیا ډېر وي، روغتیایي کارپوهان وایي چې د اوړي موسم د وزن د کمولو لپاره ترټولو غوره موسم ګڼل کېږي، چې په همدې موخه د بادرنګو استعمال د بدن اوبه کموي او له زهرجن توکي له بدن څخه خارجوي، نو کولی شئ چې د ګرمۍ په موسم کې د غذایي توکو پرځای د بادرنګو جوس وکاروئ.

د بادرنګو غذایي رژیم څه شی وي؟

د بادرنګو غذایي رژیم چې لنډمهالی غذایي رژیم هم ورته وایي د اوو ورځو پخپلو سره د بدن اوه کیلو وزن کموي، د بادرنګو غذایي رژیم او ځینې پروټیني خواړه لکه هګۍ، د چرګ غوښه، ماهي او وچې مېوې سره یوځای استعمالېږي، چې بادرنګ د غذایې توکو بدیل ګڼل کېږي او په سبب نور غذایي توکو ډېر لږ استعمالېږي، چې په همدې په اوو ورځو کې اوه کیلو وزن کموي، خو که دغه غذایي رژیم له اوو ورځو واوړي زیانمن تمامېدلی شي.

لاره چاره یې:

په دې غذایي رژیم کې د سباناري پرمهال دوه دانې هګۍ له بادرنګو سره خوړلی شئ چې د بادرنګو حد هم نه دی ټاکل شوی او کله چې وږی یئ دوه دانې بادرنګ وخورئ.

د غرمې پرمهال له مستو او لیمو سره یوځای د بادرنګو سلاد وخورئ خو که بیاهم وږي شوئ نو بیاهم د بادرنګو سلاد وخورئ.

د شپې پرمهال ایشول شوي یاهم د زیتونو په تېلو کې پوخ شوی چرک له یوې پیالې خړو ورېژو سره خوړلی شئ او ترڅنګ سلاد اړین دی. خو باید په یاد ولرئ چې د غذایي رژیم پرمهال باید ساده اوبه وڅښل شي، له کولا او نورو مشروباتو باید ډډه وشي.

دغه راز ددې غذایي رژیم پرمهال بادرنګ، رومیان، پالک، چرګ، ماهي، هګۍ، مستې، پنیر، آلو، خړې ورېژې، د ژرندې له اوړو جوړه شوې ډوډۍ او زیتون خوړلی شئ.

دا هم ولولئ

څنګه کولی شو چې د لمر له وړانګو خپل پوستکی وساتو؟

موسمي بدلونونه نه یوازې دا چې پر چاپیریال اغېزې کوي، بلکې د انسان پر روغتیا …