زمبابوې د پاکستان سره د نړيوالو شل اوريزو او ټېسټ لوبو لړۍ ترسره کوي، چې دا لوبلړۍ به په زمبابوې کې د زمبابوې په کوربه توب ترسره شي.
د زمبابوې کرکټ بورډ تازه د دې لوبلړيو په اړه اعلان کړى دى. دوى وايي چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډله به د اپريل او مۍ په مياشت کې د زمبابوې سفر وکړي.
لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه به د اپريل په ٢١مه نېټه ترسره شي، همدا راز دويمه په ٢٣مه او دريمه په ٢٥مه نېټه ترسره کېږي. له دې وروسته به د اپريل په ٢٩مه لومړۍ او د مۍ په ٧مه نېټه دويمه ټېسټ لوبه پيل شي.
ANNOUNCEMENT | TOUR SCHEDULE @ZimCricketv will host @TheRealPCB in April-May for two Test matches and three T20I games.
All the matches will be played at Harare Sports Club, with no spectators allowed in the stadium.#ZIMvPAK | #VisitZimbabwe | #BowlOutCovid19 pic.twitter.com/KgrwiOR3hW
— Zimbabwe Cricket (@ZimCricketv) March 28, 2021
دا ټولې لوبې په هرارى کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي او د زمبابوې کرکټ بورډ وايي، چې لوبغالي ته به هېڅ تماشچيان نه پرېښودل کېږي.
د يادولو وړ ده چې زمبابوې له افغانستان سره د افغانستان په کوربه توب هم ٢ ټېسټ او ٣ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې، چې ټېسټ لوبلړۍ د ١-١ سره مساوي، خو په نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ کې افغانستان ٣-٠ سره بريا خپله کړه.