کورپاڼه / جالب / د ماشومانو د ذهني وړتیاوو راز د هغوی میندې وي

د ماشومانو د ذهني وړتیاوو راز د هغوی میندې وي

د ارواپوهنې علم وایي چې د یوه ماشوم په روزنه کې درې شیان ډېر اغېزمن رول لوبوي، چې لومړی د ماشوم د والدین یا کورنۍ، دویم هغه ښوونځی چې ماشوم پکې زده کړې وي او د دریم چاپیریال یا د ماشوم ملګري او انډیوالان.

په دې لړ کې هغه عنصر چې د ماشوم پر بدني او ذهني ودې یا نشو نما کې مهم رول لوبوي والدین دي خو آیا تاسې پوهېږئ چې ماشومانو ته په وراثت کې ورکول کېدونکی ذهانت یا ذهني وړتیا له مور څخه ور انتقالېږي.

د یوې نوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې د ماشومانو د ذهانت یا ذهني وړتیا ترټولو برخه له میندو څخه ور انتقالېږي.

ویل کېږي هغه جینونه چې د ماشوم د ذهانت یا د ذهني وړتیا ټاکنه کوي په ایکس کروموزم کې شتون لري، خو دا چې نارینه یوازې یو ایکس کروموزم لري نو ځکه خو ویل کېږي چې د میندو له لوري د ذهانت یا ذهني وړتیا د انتقال امکان دوه برابره ډېروي.

باید بیاهم یادونه وکړم چې له دې پرته نور عناصر هم شته چې ماشوم ته ذهني وړتیاوې ور په برخه کوي، چې له ذکر شوو عناصرو پرته یې ښه خوراک، ورزش او ښه چاپیریال او د ژوند آسانه شرایط د یادونې وړ دي.

دا هم ولولئ

چین لومړنی هیواد شو چې د اوښانو لپاره یې ترافیکي اشارې ولګولې

چین لومړنی هیواد شو چې د اوښانو لپاره یې ترافیکي اشارې ولګولې ترڅو پخپلو منځو …