کورپاڼه / تجارتي ليګونه / مجيب، نبي او راشد هند ته لاړل
مجيب الرحمان، محمد نبي او راشد خان

مجيب، نبي او راشد هند ته لاړل

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې درې مخکښ لوبغاړي راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان هند ته تللي دي چې هلته په راتلونکي اى پي ايل سياليو کې برخه واخلي.

راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان دا ځل درې واړه په سنرايزرز حېدراباد لوبډله کې لوبېږي، چې يادې لوبډلې د درې واړو يو ګډ عکس په ټولنيزو رسنيو کې خپور کړى دى.

ياد لوبغاړي چې په متحده عربي اماراتو کې و، له هغه ځايه نېغ د هند چيناى ښار ته تللي دي او هلته به د خپلې لوبډلې (سنرايزرز حېدراباد) سره يو ځاى شي.

د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) سياليو راتلونکي پړاو ته يوازې ١٢ ورځې پاتې دي، چې د تېر په څېر دا ځل هم پکې درې افغان لوبغاړي لوبېږي، خو دا ځل درې واړه په يوه لوبډله کې دي.

مجيب الرحمان په تېرو کلونو کې له کنګز اليون پنجاب (اوس پنجاب کنګز) لوبډلې سره لوبېده، خو سږکال دغه لوبډلې وانخيست او بيا سنرايزرز حېدراباد لوبډلې واخيسته.

د يادولو وړ ده چې راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان د کمال خان بند د پرانيستې په وياړ په يوازينۍ شل اوريزه لوبه کې ګډون ونکړ، چې له دې امله پرې په ټولنيزو رسنيو کې يو شمېر خلکو نيوکې هم وکړې.

دا هم ولولئ

منيش پانډى

د حېدراباد منيش پانډى له ښه ځلېدو وروسته هم له نيوکو سره مخ دى

پرون د اى پي ايل دريمه لوبه د سنرايزرز حېدراباد او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو …