کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ناسا: تر راتلوونکو سل کلونو پورې به ځمکه له اپوپیس نومې سیارې څخه خوندي وي

ناسا: تر راتلوونکو سل کلونو پورې به ځمکه له اپوپیس نومې سیارې څخه خوندي وي

ویل کېږي چې زموږ کهکشان له بې شمېره لویو او کوچنیو سیارو او ستورو څخه ډک دی، چې وخت ناوخت ځینې سیارې له خپل مدار څخه وځي او نورې لویې سیارې یا ستوري د ځان په لوري کاږي، چې په همدې لړ یوه سیاره د اپوپیس په نوم هم یادېږي او له ځمکې سره د ټکرېدو خطر موجود دی.

خو اړسمهال د امریکا فضایي ادارې ناسا ویلي چې تر راتلوونکو سلو (۱۰۰) کلونو پورې د اپوپیس سیاره ګۍ له ځمکې سره نه ټکر کېږي او ځمکه به ترې خوندي وي.

راپورونه وایي چې ناسا منلې چې تر راتلوونکو سلو (۱۰۰) کلونو پورې به د اپوپیس نومې سیاره ګۍ له ځمکي سره نه جنګېږي، خو هغه وخت کله چې دغه کوچنۍ سیاره په ۲۰۰۴ کال وموندل شوه، نو ناسا ادعا وکړه چې دغه سیاره د ځمکې لپاره ترټولو خطرناکه ده.

ناسا په لومړیو کې ویلي ول چې دغه سیاره به ۲۰۲۹ او ۲۰۳۶ او ۲۰۶۸ کال له ځمکې سره ټکر شي او ځمکې ته به سخت زیان ورسوي، خو اوسمهال د یوې نوې تجزیې له مخې دغې ادارې ذکر شوی خطر رد کړ.

یاده دې وي چې ناسا څو ورځې دمخه ویلي ول چې د ځمکې ترڅنګ د روان کال ترټولو ستره سیاره تېرېږي، یعنې په روان کال کې به له دې بله غټه سیاره د ځمکې ترڅنګ تېره نه شي. دغه راز دا یې هم ویلي ول چې تر راتلوونکې یوه پیړۍ پورې ځمکه له هیڅ خطر سره مخ نه ده.

دا هم ولولئ

خړ رنګه لېوان له نن څخه زرګونه کاله دمخه څنګه له ورکېدو څخه وژغورل شول؟

خړ رنګه یا نسواري رنګ لېوان یو له هغه لویو ښکار کوونکو حیواناتو له جملې …