کورپاڼه / اسلام / په مسجد الحرام او مسجد نبوي کې به په ګډ روژه ماتي او اعتکاف بندېز وي
روژه ماتى

په مسجد الحرام او مسجد نبوي کې به په ګډ روژه ماتي او اعتکاف بندېز وي

د سعودي عربستان د حرمين شريفين مشر ډاکټر عبدالرحمان السديس وايي، چې په مسجد الحرام او مسجد نبوي کې به د روژې پر مهال په ګډ روژه ماتي او اعتکاف باندې بندېز وي.

هغه زياته کړه، چې د روژې مبارکې مياشتې لپاره يې ځانګړى پروګرام جوړ کړى دى، تر څو د کورونا مخنيوى په ښه ډول وشي او دا ويروس نور خپور نه شي.

نوموړي له العربيه نېټ سره په خپلو خبرو کې د هغه خلکو نه غوښتنه کړې ده، چې د عمرې لپاره ورځي، چې احتياطي تدابير دې خپل کړي او د کورونا ضد واکسين دې ولګوي.

ډاکټر عبدالرحمان السديس وايي، چې ټول خلک بايد ټولنيز واټن وساتي، ماسکونه په مخ کړي او کومې احتياطي لارښوونې چې ښودل شوي دي، هغه بايد تعقيب کړي.

نوموړى همدا راز وايي، چې په ګډ روژه ماتي او اعتکاف باندې به بندېز وي، همدا راز د جومات په بهرنۍ برخه کې به په ګډه لمونځ کېږي.

همدا راز په ٢٣ ژبو کې به خلکو ته معلومات ورکول کېږي، همدا راز د خلکو پوښتنې او هغوى ته به ځوابونه هم په ٢٣ ژبو کې ورکول شي. د جمعې خطبه او پوښتنې به د اشارې په ژبه کې هم ژباړل کېږي.

همدا راز د روژه ماتي او پېشمني پر مهال به هيچا ته دا اجازه نه وي، چې نورو خلکو کې خواړه وويشي، هر څوک بايد د خپلو خواړو بندوبست په خپله وکړي.

دا هم ولولئ

د روژې په مبارکه میاشت کې ځینې سنت عملونه پرېښول، څنګه دي؟

ځینې کسان د روژې په مبارکه میاشت کې ځینې کارونه ناروا ګڼې او نه یې …