کورپاڼه / خبرونه / فضل حق فاروقي: بس منافقت کوه مزې کوه
فضل حق فاروقي

فضل حق فاروقي: بس منافقت کوه مزې کوه

د افغانستان ځوان لوبغاړي فضل حق فاروقي په ټولنيزو رسنيو کې يو عکس خپور کړى دى، چې داسې څه يې ورسره ليکلي، چې د هغه د مينه وال اندېښنې يې راپورته کړي دي.

فضل حق فاروقي چې دوه ورځې وړاندې هند ته لاړ او هلته به د چيناى سوپر کنګز لوبډلې سره د نېټ بالر په توګه پاتې شي. دا دويم ځل دى چې نوموړى په اى پي ايل کې د يوې لوبډلې له خوا د نېټ بالر په توګه اخيستل کېږي.

نوموړى تېر کال د کنګز اليون پنجاب لوبډلې سره د نېټ بالر په توګه و او سږکال به د چيناى سوپر کنګز لوبډلې سره د نېټ بالر په توګه وي.

نوموړي د خپل فېسبوک پروفايل عکس بدل کړى دى، چې يوه سيلفي يې پکې لګولې ده او له دې سره يې ليکلي دي: ((دلته د وفا خبرې جرم دى، بس منافقت کوه مزې کوه.))

د نوموړې له دې خبرو وروسته د هغه مينه والو سره اندېښنې پېدا شوې، چې څه خبره ده او ډېرى کسانو ترې په تبصرو کې همدا پوښتنه هم کړې ده.

خو ځينو کسانو ته هغه په تبصرو کې ځوابونه هم ورکړي دي او دا يې هم ويلي دي، چې هېڅ خبره نشته، هغه اوس د درې ورځو لپاره کرنټين دى او همداسې يې خپل عکس خپور کړى او پورته جمله يې ورسره ليکلې ده.

دا هم ولولئ

راشد خان د چټکې پنځوسیزې ریکارډ په خپل نوم کول غواړي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکی راشد خان وايي، چې د چټکې پنځوسیزې …