کورپاڼه / خبرونه / د افغانستان ١٩ کلنو لوبډلې سيالۍ ولې ورکې شوې؟
افغانستان نولس کلن

د افغانستان ١٩ کلنو لوبډلې سيالۍ ولې ورکې شوې؟

د افغانستان د ١٩ کلنې لوبډلې سيالۍ چې له بنګله دېش لوبډلې سره يې ترسره کولې، تراوسه پورې يې هېڅ معلومات نشته او کرکټ بورډ يې هم په اړه هېڅ معلومات نه دي شريک کړي.

افغان ١٩ کلنې لوبډلې له بنګله دېش سره سيالۍ درلودې، خو د وېزو د نه ترلاسه کولو له امله دغه سيالۍ لغوه شوي دي او کرکټ بورډ يې په اړه تراوسه معلومات نه دي ورکړي.

زموږ د معلوماتو له مخې، د مارچ په پيل کې د ١٩ کلنو لوبغاړو لپاره د هند وېزو ته اپلايي شوې وه، خو د هند سفارت افغان لوبغاړو ته وېزې ور نه کړې.

د هند سفارت له کرکټ بورډ نه غوښتنه کړې وه، چې د هند کرکټ بورډ تاييد دې ورته راوړي، چې په دې تړاو د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د هند کرکټ بورډ ته يو رسمي ايمېل هم لېږل شوى و، خو د هند کرکټ بورډ بېرته هېڅ ځواب ورنکړ.

دغه سيالۍ چې په بنګله دېش کې ترسره کېدې، افغان لوبغاړي لومړى هند ته او له هغه وروسته بيا بنګله دېش ته تلل، خو د هند وېزو نه ترلاسه کولو له امله يادې سيالۍ لغوه شوې.

د کرکټ بورډ د عمومي رييس فرهان يوسفزي کرکټ بورډ ته له راتګ وروسته نه يوازې دا چې د ملي لوبډلې يو شمېر مهمې سيالۍ نادرکه شوي دي، بلکې اوس د ١٩ کلنې لوبډلې سيالۍ هم د ډېرو عادي ستونزو له امله لغوه کېږي.

زموږ د معلوماتو له مخې، د بنګله دېش کرکټ بورډ چې له افغانستان سره يې د ١٩ کلنو سيالۍ په کوم وخت کې چمتو کړې وې، هغه له افغانستان سره تر لغوه کېدو وروسته په همدغه وخت کې د پاکستان له ١٩ کلنې لوبډلې سره سيالۍ برابرې کړې دي او د کرکټ بورډ د نه دلچسپۍ له امله اوس د افغانستان ١٩ کلنه لوبډله په کور ناسته ده.

دا هم ولولئ

راشد خان د چټکې پنځوسیزې ریکارډ په خپل نوم کول غواړي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکی راشد خان وايي، چې د چټکې پنځوسیزې …