کورپاڼه / جالب / د سعودي عرب کم عمره زوم د ماشوم پلار شو

د سعودي عرب کم عمره زوم د ماشوم پلار شو

د سعودي عربستان ترټولو کم عمره زوم د لومړي ماشوم پلار شو، دغه کم عمره زوم چې علي القیسي نومېږي خپل ماشوم یې د الله تعالی رحمت او ځانګړې ډالۍ وګڼله.

د العربیه ډاټ نیټ د راپور له مخې ویل کېږي، چې علي القیسي د سعودي عربستان د تبوک د ښار اوسیدونکی او شپاړس کاله عمر لري، چې دوه کاله دمخه یې هغه وخت واده وکړ چې په اتم ټولګي کې یې زده کړې کړې وې.

ویل کېږي چې علي القیسي د تره له پنځلس کلنې لور سره واده کړی، چې په دغه هیواد کې له زیاتو نېوکو لاندې هم راغی، خو ځینو لږو خلکو بیا هڅولی هم و.

علي القیسي او کورنۍ یې د ماشوم په زېږون ډېره خوشحالي څرګنده کړې، علي القیسي چې په کم عمر کې د ماشوم پلار دی وایي چې د الله تعالی له دې لوی نعمت څخه شکر ګزار دی او خپله خوښي په الفاظو کې نه شي بیانولی.

یاده دې وي چې څو ورځې دمخه له پاکستان څخه یو داسې راپور خپور شوی و، چې له مخې یې ویل کېدل چې په دې هیواد کې یو ماشوم د نړۍ لومړنی ماشوم چې د پلار د ولیمې په مراسمو کې یې برخه اخیستې ده.

دا هم ولولئ

څېړنه: د څوارلسمې سپوږمۍ د نارینه وو پر ژوند څه اغېزې پرېباسي؟

ډېری نارینه د څوارلسمې سپوږمۍ ډېره زیاته خوښوي، خو همدغه سپوږمۍ یې په ژوند کې …