کورپاڼه / بېلا بېل / ولې د ګولیو په منځ کې دغه کرښه موجوده وي؟

ولې د ګولیو په منځ کې دغه کرښه موجوده وي؟

کله چې د سر له درد یاهم له کومې بلې ستونزې سره مخ کېږو، نو اړوند درمل یا ګولۍ استعمالوو، خو آیا کله مو فکر کړی چې ولې د ګولیو په منځ ـ منځ کې یوه کرښه غوندې وي، مطلب یې څه شی دی؟

راځئ چې نن په دې اړه یو څه ولولو، چې ولې د ګولیو په منځ کې کرښه موجوده وي، ددې پوښتنې ځواب دادی چې دغه کرښه د ګولیو د خوراک لپاره ایستل شوي.

د مثال په توګه که چېرته ډاکتر درمل یا ګولۍ درکړي او هغه ګولۍ سل (۱۰۰) ملي ګرامه وي، خو ستاسې بدن یا ناروغ پنځوس (۵۰) ملي ګرامو ته اړتیا لرئ، نو کولی شئ چې د همدې کرښه په مرسته یې نیمه کړئ او د ډېر خوراک تېروتنه به هم نه کوئ.

په ګولیو دغې موجودې کرښې ډیبوسیډ لاین نومېږي، چې په ځانګړو ګولیو یا درملو شتون لري او مطلب یې دا وي چې دا ګولۍ نیمې هم خوړل کېږي.

خو که چېرته په کومو ګولیو دا کرښه نه وي، نو پوه شئ چې دغه ګولۍ په منځ نه ماتېږي او نه نیمه خوړل کېږي، خو که چېرته تېروتنه وکړئ نو ممکن له ستونزو سره مو مخ کړي.

دا هم ولولئ

د سيند اوبه

د سيند اوبه ناڅاپي د شيدو په څېر سپينې شوې چې خلک يې ډېر حېرانه کړل + ويډيو

په برېتانيه کې د يو سيند اوبه ناڅاپي د شيدو په څېر سپينې شوې، چې …