کورپاڼه / اسلام / اوه (۷) هغه خوش بخته کسان چې رسول الله (ص) ورته د رحمت دعا کړې

اوه (۷) هغه خوش بخته کسان چې رسول الله (ص) ورته د رحمت دعا کړې

  • هغه ښځه او خاوند چې یو بل د تهجد لپاره راویښ کړي. حضرت ابو هریره رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې، الله تعالی دې په هغه کس رحم وکړي چې د شپې پورته شي او خپله میرمن هم د تهجد لپاره پاڅوي او که چېرته انکار وکړي نو پر مخ ورته اوبه وشیندي، همدغه ډول دې د الله په هغه میرمنو هم رحمتونه ووروي، چې د شپې پورته او خپل خاوند راویښ کړي او که انکار وکړي نو پرمخ ورته اوبه وشیندي.

  • هغه چې د خپلې ژبې ساتنه کوي، ابو امامه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې د الله رحم دې په هغه چا وي چې له خپلې ژبې خیر راباسي او له شر څخه خوندي ساتي.

  • په معاملاتو کې د آسانۍ پیدا کوونکی، جتبر رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې د الله تعالی رحمتونه دې په هغه چا وي چې په معاملاتو کې آساني راولي، کله چې یو څه پلوري نو آساني، کله چې یو څه اخلي هم آساني او کله چې د خپل حق غوښتنه کوي هم آساني رامنځته کوي.

  • هغه کس چې د مازیګر له لمانځه دمخه څلور رکعته نفل کوي، ابن عمر رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي، چې د رحمتونو باران دې په هغه انسان وي چې د مازیګر له لمانځه دمخه څلور رکعته نفل کوي.

  • هغه څوک چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم حکم نورو ته رسوي، زید بن ثابت رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي، چې د الله تعالی رحم دې پر هغه کسانو وي چې زما خبرې تر نورو پورې رسوي.

  • هغه کسان چې د حج او عمرې پرمهال سر وخري، ابن عمر رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله عنه وسلم فرمایي، چې یا الله! په هغه کسانو رحم وکړه چې د حج پرمهال سر یا ویښان خري، صحابه کرامو وپوښتل چې د ویښتانو کموونکو ته هم د رحمت دعا کوې؟ یا الله د ویښتانو په کموونکو هم رحمت نازل کړه.

دا هم ولولئ

که د دنیا او اخرت بریا غواړې، نو د رسول الله (ص) په دې حدیث عمل وکړئ

الله تعالی د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د اسلام دین بشپړ کړ او …