کورپاڼه / روغتيا / خرما د هډوکو د روغتیا لپاره حیرانوونکې ګټې لري

خرما د هډوکو د روغتیا لپاره حیرانوونکې ګټې لري

د خرما خوړل د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت دي، خو آیا پوهېدئ چې له ماښامي پرته یې په عامو ورځو کې خوړل هم د انسان پر روغتیا ډېرې مثبتې اغېزې کوي؟

روغتیایي کارپوهان وایي چې خرما پخپل جوړښت کې کاربن لري او کاربن د هډوکو د روغتیا د ښه والي لپاره یو مهم عنصر دی.

له یوې بلې روغتیایي له مخې ویل کېږي چې د خرما منرالونه لکه فاسفورس، پوتاشیم، کلسیم او میګنیزیم هډوکو ته پیاوړتیا ورکوي او له اړوند ناروغیو څخه مخنیوی کوي.

دغه راز خرما پخپل جوړښت کې د فایبرو درلودونکې هم ده، چې د هضم د فعالیتونو لپاره یو اړین غذایي توکی هم دی او د فایبرو په استعمال د قبض مخه هم نیول کېږي او د کولمو فعالیتونه هم ډېرېږي.

په یو څېړنه کې ویل شوي هغه کسان چې په ورځني ډول د خرماوو د خوړلو عادت لري، د هضم سیستم یې هم د نورو په پرتله ډېر ښه وي او د فایبر، پوتاشیم، میګنیزیم او ویټامینونو شتون خرما یوه غوره مېوه ګرځولې.

د خرما په جوړښت کې د شکرو او ګلوکوزو شتون بدن ته انرژي برابروي او د هغوی زیانمنو بکټریاوو کچه کموي چې په کولمو کې د خورېدو خطر یې شتون لري، دغه راز هغه کسان چې موسمي حساسیت لري هم ورته ګټوره تمامېږي او د وزن په کمولو کې هم اغېزمن رول لوبوي ځکه چې د خرما په خوړلو تر ډېره لوږه کمېږي.

دا هم ولولئ

مستې د وینې فشار ته د ګټې رسولو ترڅنګ نورې حیرانوونکې ګټې هم لري

ښې بکتریاوې یعنې د انسان د روغتیا لپاره له اړینو او مثبتو بکتریاوو څخه ډکې …