کورپاڼه / بېلا بېل / په خوب کې د آئینې یا هیندارې لیدل څه تعبیر لري؟

په خوب کې د آئینې یا هیندارې لیدل څه تعبیر لري؟

آئینه یا هینداره (MIRROR) د یو حقیقت عکس وي، نو ځکه خو هغه عالمان یا مولوي صاحبان چې د خوب په تعبیر پوهېږي، په خوب کې د آئینې لېدل په همدې ډول سره تعبیروي.

د خوب تعبیرونکې وایي چې په خوب د آئینې یا هیندارې لیدل ښه تعبیر لري او مطلب یې لوړتیا، درجه، عزت، اولاد او ملګری وي.

په خوب کې د آئینې یا هیندارې د لیدلو په اړه ویل کېږي چې په دا په مختلفو حالتونو کې مختلف تعبیرونه لري، یعنې که چېرته د خوب په حالت کې د سپینو زرو هینداره ولیدل شي، نو تعبیرونکي دا ډول خوب ښه نه ګڼي، په ځانګړي ډول د نارینه وو لپاره یې بد ګڼي.

علامه کرماني وایي که چېرته یو واده شوی نارینه په خوب کې د اوسپنې هینداره وګوري او میرمن یې امیندواره وي نو زوی به یې وزېږیږي چې د پلار په څېر به وي، خو که چېرته میرمن دا ډول خوب وویني نو لور به وزېږیږي چې مور ته به ورته وي.

خو که چېرته میرمن امیندواره نه وي نو د دواړو ترمنځ به طلاق واقع شي او دواړه به په بل ځای کې ودونه وکړي. که چېرته یو هلک په خوب کې هینداره وویني، نو ورور به یې وزېږیږي او که چېرته یې انجلۍ وګوري نو خور به یې پیدا شي، که بالغه انجلۍ دا ډول خوب وویني نو په یو ښه ځای کې به یې واده وشي او که یې غریب وویني نو له یوې ښې میرمنې سره به نکاح وکړي.

دا هم ولولئ

هغه رنګونه چې د ښه خوب لپاره اغېزمن تمامېږي

خوب د انسان د بدن او روغتیا لپاره ډېر اړین وي، خو پوښتنه داده چې …