کورپاڼه / د لوبو راپورونه / هند له ټېسټ او شل اوريزو وروسته يو ورځنيو لوبلړۍ کې هم انګلستان مات کړ
سام کران

هند له ټېسټ او شل اوريزو وروسته يو ورځنيو لوبلړۍ کې هم انګلستان مات کړ

هند د انګلستان پر وړاندې ښه لوبه ترسره کړه او په دريمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې د ماتې ورکولو سره يې د ټېسټ او شل اوريزو لوبو لړۍ وروسته د يو ورځنيو لوبو لړۍ هم په خپل نوم کړه.

د هند او انګلستان ترمنځ دريمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه پرون په پونى کې ترسره شوه، انګلستان په پيل کې د لوبې پچه وګټله او لومړى يې هند ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

هند په ٤٨.٢ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٣٢٩ منډې وکړې، چې له ډلې يې ريشب پانټ ٧٨، شيکر دهون ٦٧، هارديک پانډيا ٦٤، روهيت شرما ٣٧ او شردل ټاکر ٣٠ منډې وکړې.

د انګلستان له خوا مارک ووډ ٣، عادل رشيد ٢ او نورو ١-١ ويکټې واخيستې.

د ٣٣٠ منډو هدف په تعقيب کې د انګلستان لوبډلې په ټاکلو پنځوس اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ٣٢٢ منډې وکړې، چې يوازې د ٧ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.

د انګلستان له خوا سام کران ډېره په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او ٩٥ ناسوځېدلې منډې يې وکړې، همدا راز ډيويډ ملن ٥٠، ليام ليوينګسټون ٣٦ او بين سټوکس ٣٥ منډې وکړې.

د هند له لوري شردل ټاکر ٤، بوينشور کمار ٣ او ټي ناټاراجن ١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه سام کران او د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جايزه جوني بيريسټو ته ورکړل شوه.

هند د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ کې د ٢-١ سره بريا خپله کړه.

دا هم ولولئ

معين علي

د راجستان کمزورې توپوهنه، چيناى دويمه لوبه وګټله

د چيناى سوپر کنګز لپاره معين علي، سام کران او رويندرا جډيجا ډېره ښه توپ …