کورپاڼه / خبرونه / اى سي سي سوپر ليګ جدول: انګلستان او اسټراليا تر ټولو مخکې، خو افغانستان کوم مقام کې دى؟
انګلستان، اسټراليا او افغانستان

اى سي سي سوپر ليګ جدول: انګلستان او اسټراليا تر ټولو مخکې، خو افغانستان کوم مقام کې دى؟

د انګلستان لوبډله چې پرون يې له هند څخه لوبلړۍ کې د ٢-١ سره ماتې وخوړه، بيا هم د اى سي سي نړيوال جام سوپر ليګ په جدول کې تر ټولو مخکښه لوبډله ده.

د اى سي سي سوپر ليګ سيالۍ چې د ١٣ لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، د ٢٠٢٣ کال نړيوال جام ته د لارموندنې سيالۍ دي، چې هره لوبډله به د دې لار دغه جام ته ورځي.

تراوسه پورې چې څومره لوبې ترسره شوې دي، په هغې کې انګلستان او اسټراليا تر ټولو مخکښ دي، چې د ٤٠-٤٠ نومرو سره انګلستان لومړى او اسټراليا په دويم مقام کې دي.

همدا راز نيوزيلېنډ او افغانستان هم ٣-٣ لوبې ترسره کړې دي، چې دواړو لوبډلو ٣-٣ واړه لوبې ګټلې دي او د ٣٠-٣٠ نومرو سره نيوزيلېنډ په دريم او افغانستان په څلورم مقام کې دى.

بنګله دېش، ويسټ انډيز او هند بيا ٦-٦ لوبې ترسره کړې دي، چې په پنځم، شپږم او اووم مقام کې قرار لري، لومړۍ دواړه لوبډلې ٣٠-٣٠ او هند بيا ٢٩ نومرې لري.

پاکستان په ٣ لوبو کې ٢ ګټلې دي او د ٢٠ نومرو سره په اتم مقام کې قرار لري، زمبابوې بيا په ٣ لوبو کې ١ بريا خپله کړې ده چې ١٠ نومرې لري، خو ايرلېنډ بيا په ٦ لوبو کې ١ لوبه ګټلې ده او ١٠ نومرې لري چې په لسم مقام کې ده.

سريلانکا بيا په ٣ لوبو کې هېڅ لوبه نه ده ګټلې، همدا راز نيدرلېنډز او سويلي افريقا بيا تراوسه پورې کومه لوبه نه ده ترسره کړې.

د يادولو وړ ده چې د هند په ګډون ٧ نورې لوبډلې به نړيوال جام ته لار پېدا کوي او پاتې پنځه لوبډلې به کواليفايي سيالۍ ترسره کوي، په دې سياليو کې ١٢ بشپړ غړيتوب لرونکې لوبډلې دي او نيدرلېنډز بيا په ٢٠١٧ کال کې د اى سي سي نړيوال کرکټ ليګ چيمپينشپ په ٢٠١٧ کې ګټلې وه، نو له هغې لارې يې سوپر ليګ ته لار پېدا کړې وه.

دا هم ولولئ

راشد خان د چټکې پنځوسیزې ریکارډ په خپل نوم کول غواړي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکی راشد خان وايي، چې د چټکې پنځوسیزې …