کورپاڼه / جالب / یوې ښځې له طلاق وروسته د خاوند له ساده ګۍ څخه په ګټې اخیستنې؛ په زړه پوری غچ واخیست

یوې ښځې له طلاق وروسته د خاوند له ساده ګۍ څخه په ګټې اخیستنې؛ په زړه پوری غچ واخیست

د سعودي عربستان یو اوسیدونکې میرمنې له خپل خاوند څخه له طلاق اخیستلو وروسته په زړه پوری غچ واخیست.

د سعودي عرب د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د سعودي عربستان د جازان ښار یوې اوسیدونکې له طلاق وروسته له خاوند څخه د غچ اخیستلو لپاره د هغه ټول اکونټونه هیک کړل.

راپور زیاتوي چې ددغې میرمنې خاوند له ټیکنالوژۍ بېخي آشنا نه و، چې په همدې وجه یې خپل فاسورډ او د ټولنیزو رسنیو اکونټونه خپلې میرمنې ته ښودلي ول او د چلولو لپاره به یې ترې مرسته غوښته.

کله چې دوی دواړه سره بېل شول، نو خاوند یې هڅه وکړه ترڅو خپل اکونټونه پرانیزي او له ډېرو هڅو وروسته هم ونه توانید چې خپل اکونټونو ته لاسرسی ولري او کله چې یې خپل اکونټ ولید نو بېلابېل پوسټونه ترې شوي ول.

له دې وروسته یې له خپلو ملګرو او خپلوانو سره خبره شریکه کړه او ورته یې وویل که چېرته یې له اکونټ څخه ورته میسج راغی ځواب دې نه ورکوي.

بل لوري ته د سعودي عربستان یو حقوقپوه وایي که چېرته یې خاوند دا ثابته کړي چې میرمنې یې اکونټ غلا کړی نو د قانون له مخې به میرمن په یو کال بند او د پنځوس لکو ریالو د جریمې سزا ورکړل شي.

دا هم ولولئ

د ایلون ماسک شرکت بیزو ته په دماغو کې د چیپ په لګولو ویډیویي ګیم ور زده کړ

د مشهور امریکایي سوداګر ایلون ماسک شرکت (نیورا لینک) د بیزو په دماغو کې د …