کورپاڼه / روغتيا / څه ډول کولی شو چې د ستونزو پرمهال له ذهني فشار څخه ځان وژغورو؟

څه ډول کولی شو چې د ستونزو پرمهال له ذهني فشار څخه ځان وژغورو؟

ځینې وختونه د کارونو د ډېروالي په سبب پر انسان نړۍ را تنګه شي، خپل او خپلوان ترې هېر شي یاهم د لېدنې وخت ورسره نه شي پیدا کولی یاهم په ځینو وختونو کې د بې کارۍ له امله ذکر شوې ستونزې رامنځته کېږي، چې ځان ترې ژغورل یو څه وخت ته اړتیا لري.

د داسې حالاتو او فشار یا خپګان پر وړاندې د بدني یا رواني مقابله کولو لپاره لومړی اړینه ده چې موږ دا خبره ومنو چې په ښو حالاتو کې حالاتو کې قرار نه لرو، بلکې حل یې باید ولټوو او لاندې ټکي به په پام کې نیسو.

تازه هوا واخلئ:

له خپلو ملګرو او هغه کسانو سره په آزاد چاپیریال کې وخت تېرول چې درته ګران وي ډېر اړین وي، دغه راز د ښار له شور څخه لېرې په یو آرام چاپیریال کې پیاده مزل وکړئ.

نوي مهارتونه زده کړئ:

د زده کړو عمل په مختلفو لارو چارو سره روان وساتئ، ځکه چې په دې ډول سره تاسې خپلې وړتیاوې راڅرګندولی شئ، له بهرنۍ نړۍ سره اړیکه نیولی شئ، نو هڅه وکړئ چې د یوې ژبې، نوي مهارت یاهم د خپلو وړتیاوو د څرګندولو لپاره په یو پروګرام کې برخه واخلئ، چې په داسې به تاسې ډېر ښه احساس ولرئ او د ذهني فشار پر وړاندې به مقابله وکړئ.

له نورو سره د لېرې والي سربېره بیا په اړیکه کې اوسئ:

له خپلو، خپلوانو او ملګرو سره د لېرې والي سربېره بیاهم د اړیکو ساتل په ذهني یا رواني فشار کې کمښت راولي، نو هڅه وکړئ چې له نورو سره مرسته وکړئ، ستونزې ور حل کړئ او په دې ډول دماغي آرام ترلاسه کړئ.

ورزش وکړئ:

ورزش کول نه یوازې دا چې د بدني روغتیا لپاره ګټور وي بلکې د ذهني روغتیا لپاره هم ګټور تمامېږي، کله چې موږ ورزش کوو تر ډېره پورې مو ذهن له منفي فکرونو په امان وي، چې په همدې ډول د آرامۍ احساس کوو او له ذهني فشار څخه خلاصون مومو.

ډاکتر ته مراجعه وکړئ:

که چېرته مو رواني فشار له کنترول څخه وتی و او تاسې له ډېر سخت فشار او خپګان لاندې وئ نو ډاکتر ته مراجعه وکړئ ترڅو له منفي احساساتو څخه مو وژغوري.

دا هم ولولئ

څنګه کولی شو چې د لمر له وړانګو خپل پوستکی وساتو؟

موسمي بدلونونه نه یوازې دا چې پر چاپیریال اغېزې کوي، بلکې د انسان پر روغتیا …