کورپاڼه / بېلا بېل / ولې له واده وروسته ښځه او خاوند سره ورته والی پیدا کوي؟

ولې له واده وروسته ښځه او خاوند سره ورته والی پیدا کوي؟

ډېری خلک په دې نظر دي چې له واده یو څه موده وروسته ځینې جوړې یعنې ښځه او خاوند یو بل سره ورته یا مشابه ښکاري او دغه ورته والي یوازې ظاهري جوړښت پورې اړه نه لري بلکې عادتونه هم ور پکې شمېرل کېږي.

د ځینو یې خبرې یو ډول وي، ځینې بیا په څېرو کې سره ورته والی لري، په دې اړه ارواپوهان وایي کله چې نارینه یا ښځینه دا غوښتنه ولري چې میرمن یا خاوند یې د والدینو په څېر وي نو په عادتونو او ظاهري شخصیت کې ورته والی رامنځته کېږي.

امریکایې ارواپوه رابرټ زنجونک له خپل واده څخه تر پنځویشت کاله ګډ ژوند د تصویرونو په اخیستو ثابته کړه، چې یوه داسې جوړه چې د واده پرمهال له خاوند سره ورته نه وي، خو د کلونو په تېرېدو سره ورته والی پیدا کېږي.

ساینسپوهان وایي هغه کسان چې سره ورته والی لري، په همدې وجه له یو بل سره د تجربو، کیفیاتو او احساساتو تبادله هم کولی شي او په داسې حال کې د ژوند ملګری ورسره په هر غم او خوشحالۍ کې ملتیا کوي، باډي لینګویج او خبرې به یې هم سره ورته وي.

له یوې څېړنې ثابته شوې چې زموږ توجه ژر هغه لوري ته اوړي چې له موږ سره ورته والی ولري، چې دې نظریې ته assortative mating ویل کېږي. ددې نظریې له مخې ویل کېږي چې یو بل سره ورته ملګري ډېر ژر همغږي کېږي، چې په همدې سبب یې په اولادونه دې هم ورته والی لیدل کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

سياستوال ١

په ټاکنو کې د خلکو پام رااړولو لپاره د سياستوال جالب کار

په هر هېواد کې چې کله ټاکنې وي، نو نوماندان د خپل ځان د مشهورو …