د افغانستان کرکټ بورډ تېره ورځ په کونړ کې د کمال خان بند د پرانيستې په وياړ يوه شل اوريزه لوبه برابره کړې وه، چې د کمال خان بند ساتونکو وګټله.
په دغه لوبه کې د کمال خان بند ساتونکو لوبډلمشر کريم خان صادق او د کمال خان بند جوړونکو لوبډلمشر ځوان چټک توپوهونکى رحمان الله ګربز و.
خو د لوبې پاى ته رسېدو وروسته د شپې ناوخته ځينې عکسونه په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوو، چې ويل کېږي هغه لوبغاړي و چې په دغه لوبه کې يې برخه اخيستې وه، خو د کرکټ بورډ له خوا ورته د ټرانسپورټ بندوبست نه و شوى او په ريکشو کې کورونو ته ستانه شوي و.
هغه عکس چې د شپې ناوخته اخيستل شوى و، پکې ليدل کېږي چې د ريکشا شاته يو لوبغاړى ناست دى او د خپل سامان بېګ هم ورسره دى.
ويل کېږي چې له کونړ څخه ياد لوبغاړى د شپې نهه بجې جلال اباد ته رسېدلى و، چې بيا د بهسودو پل څخه خپل کور ته په ريکشه کې روان و، همدا راز له کونړ څخه جلال اباد ته هم لوبغاړي په کرايه موټرو کې بېرته تللي و.
د کرکټ بورډ ډايريکټر رييس احمدزي هم په دې اړه په خپل ټويټر کې ليکلي دي، چې که دا لوبغاړى هر څوک وي او د سکواډ برخه و، نو په رسمي ډول دې له دوى سره په اړيکه کې شي، چې ولې ورته د ټرانسپورټ غم نه و شوى.
دا لوبغاړی چی هر څوک وی او د سکواډ برخه وو نو رسمی دی مونږ سره په رابطه کی شی چی ولی ورته ټرانسپورټ نه وو برالر شوی.
مننه https://t.co/AdOtdkEG3h— Raees Ahmadzai (@afghcricket) March 29, 2021
د يادولو وړ ده چې دا لومړى ځل نه دى چې د لوبغاړو په تړاو ورته غږونه پورته کېږي، بلکې وخت نا وخت په ټولنيزو رسنيو کې داسې غږونه پورته کېږي چې په کورنيو سياليو کې د لوبغاړو سره ډېر ظلم ترسره کېږي.