هره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې ځینې داسې راپورونه او موضوعات تر سترګو کېږي، چې د لوستونکو د پام وړ ګرځي او په دې ځینې بیا داسې وي چې سړی له حیرانۍ سره مخ کوي، چې په همدې لړ کې یو حیرانوونکې خبر له پولینډ څخه ترلاسه شوی.
د پولینډ حکومت پرېکړه کړې چې هغه سپیو او آسونو ته به تقاعد ورکوي، چې په دولتي خدمت کې یې برخه اخیستې وي یاهم دولت ته خدمت ترسره کوي.
د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې د پولینډ حکومت هغه سپي چې له دولتي کارکوونکو سره د یو شي په لټون کې مرسته کوي او هغه آسونه چې له ستونزمنو لارو څخه ورسره په تېرېدو کې مرسته کوي، له تقاعد وروسته هم ورته د خرڅې د ورکولو پرېکړه کړې.
له تقاعد وروسته دغه حیوانات ډېری وخت خدمت کوونکو کسانو ته ورکول کېږي، خو هغوی د حیواناتو د مصارفو د نه پوره کولو په سبب له داخله وزارت څخه غوښتنه وکړه او وزارت هم اړوند لایحه تشکیل کړه او ډېر ژر به ددغه ډول حیوانات لرونکو ته د تقاعد د پیسو ورکړه پیل شي.
یاده دې چې له دې وړاندې په امریکا په امریکا کې یو سپی ښاروال ټاکل شوی و او په انګلیستان کې یوه پیشو د لومړي وزیر له دفتر څخه تقاعد شوې وه.