کورپاڼه / روغتيا / د دماغي سرطان د مخنیوي لپاره جوړ شوي واکسین له لومړنیو طبي مرحلو څخه په بریا تېر شول

د دماغي سرطان د مخنیوي لپاره جوړ شوي واکسین له لومړنیو طبي مرحلو څخه په بریا تېر شول

د دفاعي سیستم په بیدارولو سره د دماغي سرطان د مخنیوي لپاره جوړ شوي واکسین د لومړنۍ طبي مرحلې څخه په بریالیتوب سره تېر شول.

د امینوتراپۍ پر بنسټ تیار شوي دغه واکسین دماغي حجرې په دفاعي ډول سره ددې وړ ګرځوي، چې هغه عام حجرې حمله وکړي چې د سرطاني حجرو شکل غوره کوي.

ویل کېږي چې دغه واکسین د لومړنۍ طبي مرحلې څخه تېر شوي، چې اوس به په دویمه طبي مرحله کې وازمایل شي، خو باید ووایو چې د دماغو په ګلاییل حجرو کې رامنځته کېدونکي حجرې په څو ډوله وي، چې ځینې خو اویا سلنه د روغو حجرو په څېر هم وي، چې بیا ټولو دماغو کې خورېږي او په عملیاتو یې هم ایستل ستونزمن وي، ویل کېږي چې ددې حجرو په اویا سلنه تعداد کې یوازې د یو جین په بدلون یا خرابۍ د سرطان رامنځته کېدل پیل مومي.

الماني ساینسپوه مایکل پلیټن او ملګرو یې له څو کلونو خواریو وروسته په دې وتوانیدل چې واکسین ورته تیار کړي، چې دغه واکسین په ۲۰۱۵ کال په حیواناتو هم تجربه شوي ول.

ویل کېږي چې د تجربې لپاره یې په دري دیرشو کسانو دغه واکسین وازمایل، چې په ۹۳ سلنه ناروغانو کې یې دفاعي غبرګون رامنځته کړ او هغه حجرې په نښه کړي چې دماغي سرطان رامنځته کوي او تر دریو کلونو پورې ۸۴ سلنه خلک ژوندي پاتې شول او ددې سرطان په سبب له دولس څخه تر شل میاشتو پورې انسان له منځه ځي او معلومه شوه چې دفاعي سیستم یې درې کاله وروسته هم هماغه ډول پیاوړی دی.

دا هم ولولئ

مستې د وینې فشار ته د ګټې رسولو ترڅنګ نورې حیرانوونکې ګټې هم لري

ښې بکتریاوې یعنې د انسان د روغتیا لپاره له اړینو او مثبتو بکتریاوو څخه ډکې …