کورپاڼه / هنر او کلتور / سردار علي ټکر: زما د خدمتونو په وياړ ولسمشر غني راته ځانګړې غونډه جوړوي
اشرف غني او سردار علي ټکر

سردار علي ټکر: زما د خدمتونو په وياړ ولسمشر غني راته ځانګړې غونډه جوړوي

د کوزې پښتونخوا د پښتو ژبې مشهور سندرغاړى سردار علي ټکر وايي، چې د پښتو موسيقۍ او کلتور د خدمت په وياړ ولسمشر محمد اشرف غني په ارګ کې د هغه لپاره يوه غونډه جوړوي.

ولسمشر محمد اشرف غني څه وخت وړاندې د پښتو ژبې مشهور سندرغاړي سردار علي ټکر ته د کابل د سفر بلنه ورکړې وه او ويل کېږي چې د سردار علي ټکر په وياړ دا غونډه به په همدغه ورځو کې په ارګ کې جوړه شي.

سردار علي ټکر په دې اړه په يو ټويټ کې له ولسمشر غني څخه ځانګړې مننه هم کړې ده او دا يې هم ويلي دي، چې د پښتو ارټ او کلتور د خدمت په پار د هغه په وياړ په ارګ کې غونډه جوړېږي.


سردار علي ټکر کله د کابل په سفر راځي او همدا راز کله به د هغه په وياړ دا غونډه په ارګ کې جوړېږي، په دې اړه تراوسه پورې معلومات نشته او نه هم په دې اړه د ارګ له خوا کوم معلومات ورکړل شوي دي.

خو سردار علي ټکر څو ورځې وړاندې ويلي و چې ولسمشر محمد اشرف غني ورته د کابل ته د ورتګ بلنه ورکړې ده او اوس د غونډې په اړه هم نوموړي يو ټويټ کړى دى.

سردار علي ټکر ته تېر کال د پاکستان د ولسمشر له خوا هم د هغه د خدمتونو په ياد يوه ستره جايزه ورکړل شوې وه، چې په لر و بر کې پرې ډېرى پښتنو نيوکې هم کړې وې.

Loading...

دا هم ولولئ

ميرا

امريکا مشهوره پاکستانۍ اداکاره د لېونو په روغتون کې داخله کړې، وايي لېونۍ ده

د پاکستاني فلمونو مشهوره اداکاره ميرا په امريکا کې لېونۍ بلل شوې ده او له …