کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: انلاین زده کړې د ماشومانو پر ذهني روغتیا ناوړې اغېزې کوي

څېړنه: انلاین زده کړې د ماشومانو پر ذهني روغتیا ناوړې اغېزې کوي

د امریکا د روغتیا ادارې د یوې ترسره شوې څېړنې له مخې موندلي چې د کورونا د وایروس پرمهال انلاین زده کړو پر ماشومانو او والدینو یې منفي اغېزې کړي دي.

د نړیوال خبري آژانس د راپور له مخې ویل کېږي امریکایي ادارې د کورونا د وایروس پرمهال د انلاینو څخه پر ماشومانو او والدینو د منفي اغېزو څېړنه کړې.

څېړونکو ادعا کړې چې له څېړنې یې په ترلاسه شوو پایلو کې د ماشومانو او والدینو د احساساتي، بدني او د ذهني روغتیا د اړوندو خطونو له ۱۷ څخه تر ۱۱ پورې یې په نښه کړي او د ماشوم د بدني حرکتونو او د لوبو د وخت د کمښت په سبب ماشومان کمزوري او ناروغه شوي.

دغه راز په ماشومانو کې د ضد، کینې او په نه خبره د غوسې کولو نښې هم ډېرې شوي، دفاعي سیستم او د زغملو وړتیا یې هم کمه شوې او هغه ماشومان چې تر ډېره انټرنیټ استعمالوي عضلې یې شخېږي او له بدني دردونو سره مخ کېږي.

بله لوري ته ۲۵ سلنه والدینو هم د ماشومانو په څېر نښې، نښانې درلودې، ځکه چې کله چې ماشوم په کور کې وي د کارونه فشار هم وي او د کور ترتیب هم، چې په همدې وجه میرمنې له ستونزو سره مخ کېږي او د ذهني فشار ښکار ګرځي.

خو هغه ماشومان چې ښوونځیو ته ځې، روغ، جوړ او متحرکه وي او والدین یې هم خوشحاله وي.

دا هم ولولئ

څېړنه: په ځوانۍ کې د بنګو استعمال د زړه د ناروغیو سبب ګرځي

د یوې نوې روغتیایي څېړنې له مخې ویل کېږي چې د ځوانۍ په عمر کې …