کورپاڼه / جالب / یو کوچني ماشوم د لکونو کلونو پخوانۍ خزانه موندلې

یو کوچني ماشوم د لکونو کلونو پخوانۍ خزانه موندلې

د انګلستان په لویدیځه سیمه مډلینډ کې یو کوچني ماشوم د لکونو کلونو پخوانۍ خزانه موندلې.

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د لویدیځ مډلینډ په یوه سیمه کې یو کوچنی ماشوم چې سدک سنګ نومېږي او ښوونځي ته د تګ په حال کې و، د کور له باغچې یې ډېره پخوانۍ خزانه ترلاسه کړې او دغه خزانه د ښکر په شکل کې د مرجانو ټوټه وه.

راپورونه وایي چې شپږ کلن ماشوم د خپل کور په باغچه کې د کیندنو پرمهال دغه خزانه ترلاسه کړي، چې د لرغونپوهانو پر وینا ۴۸۸ میلونه کاله پخوانۍ ده.

ویل کېږي چې ددغې خزانې موندل یو تصادف و، ماشوم د کرسمس په مراسمو کې د ډالۍ په توګه د کیندنو سامان ترلاسه کړی، ترڅو لوبې پرې ترسره کړي، سدک سنګ په دې اړه وایي چې دی په باغچه کې په لوبو بوخت چې په ځمکه کې یې یو کلک شی حس کړ او داسې وګڼله چې تیږه به وي.

خو کله چې یې له ځمکې راویست نو یو پنډ غوندې عجیبه شی و، چې بیا یې پلار ویش سنګ ته یوړو، چې هغه یې هم په لېدو حیران شو، خو ډېر ژر په دې پوه شو چې دغه شی بل څه نه دي بلکې د مرجانو یوه ټوټه ده او کله چې په دې پوه شول نو د ډېرې خوښۍ اظهار یې وکړ.

نوموړی وایي چې د کیندنو پرمهال یې نور شیان هم موندلي چې د فوسل په شکل سره دي او زیاتوي چې په پخوا وختونو کې انګلستان ټول د اوبو لاندې و.

دا هم ولولئ

د الوتکې په څېر لاسي بکس؛ له الوتکې یې قیمت لوړ دی

یو امریکایي ډیزاینر یا ډیزاین کوونکي له پوستکي څخه یو داسې لاسي بکس جوړ کړی، …