کورپاڼه / هنر او کلتور / د انګلستان د ښوونځيو نصاب کې د (مني بدنام هويي) سندره هم شامله شوه
ملايکا اروړا

د انګلستان د ښوونځيو نصاب کې د (مني بدنام هويي) سندره هم شامله شوه

د انګلستان د ښوونځيو په تازه نصاب کې د هند ځينې مشهورې سندرې هم شاملې شوې دې، چې يوه هم پکې (مني بدنام هويي) ده چې د سلمان خان د فلم څخه اخيستل شوې ده.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، په انګلستان کې د ښوونځو د موسيقۍ نوى نصاب خپور شوى دى، چې دا ځل په دې نصاب کې د هند ځينې سندرې هم شاملې شوې دي.

په راپور کې زياته شوې ده، چې د موسيقۍ په نوي نصاب کې د هند (سهيلا رى)، (جى هو) او (مني بدنام هويي) سندرې شاملې شوې دي.

دا سندره د سلمان خان د مشهور فلم (دبنګ) ده، چې پکې ملايکا اروړا نڅا کړې ده او د مشهورو هندي سندرو څخه ده، چې اوس يې هم خلک اوري.

په راپور کې ويل شوي دي، چې د موسيقۍ دا نوى نصاب ١٥ ښوونکو او د موسيقۍ پوهانو په ګډه جوړ کړى دى، تر څو د ماشومانو لپاره د موسيقۍ غوره نصاب جوړ کړي.

دا هم ولولئ

میا خلیفه له خپل کیریر څخه لس برابره زیاتې روپۍ خیره بنسټونو ته ورکړي

د غیر اخلاقي فلمونو پخوانۍ اداکارې میا خلیفه په یوې مرکه کې ددې خبرې په …