د بالي ووډ فلمونو مشهوره اداکاره فاطمه ثنا شېخ هم په کورونا ويروس اخته شوې ده، چې په خپله يې په دې اړه خپلو مينه والو سره معلومات شريک کړي دي.
د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، فاطمه ثنا شېخ په خپل انسټاګرام اکاونټ کې يوه سټوري خپره کړې ده او ليکلي يې دي، چې د هغې د کورونا ويروس ټېسټ مثبت راغلى دى.
نوموړې ليکي، چې د کورونا ويروس ټېسټ مثبت راتلو وروسته يې احتياطي لارښوونې عملي کړي دي او ځان يې کرنټين کړى دى. هغې همدا راز د مينه والو څخه مننه هم کړې ده چې د هغې د روغتيا په اړه يې پوښتنې کړې دي او ورته يې ويلي دي، چې احتياطي تدابير دې خپل کړي.
د يادولو وړ ده چې په هند کې هم د کورونا ويروس پېښې ورځ تر بلې زياتېږي، چې اوس د هند يو شمېر مشهور فلمي ستوري هم په دې ويروس اخته شوي دي.
دوه ورځې وړاندې د بالي ووډ فلمونو مشهور اداکار عامر خان د کورونا ټېسټ هم مثبت راغلى و، چې ځان يې کرنټين کړى دى، همدا راز رنبير کپور او ځينې نور اداکاران هم بيا په کورونا اخته شوي دي.