کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د تاجکستان ملي پوهنتون ولسمشر غني ته په علمي برخه کې افتخاري دوکتورا ورکړه
اشرف غني

د تاجکستان ملي پوهنتون ولسمشر غني ته په علمي برخه کې افتخاري دوکتورا ورکړه

د تاجکستان ملي پوهنتون ولسمشر محمد اشرف غني ته په علمي برخه کې د کړو خدمتونو له امله افتخاري دوکتورا ورکړه او همدا راز د دواړو هېوادونو ترمنځ په پنځه برخو کې مهم تړونونه هم لاسليک شول.

ولسمشر محمد اشرف غني چې نن د يو لوړپوړي هيت په مشرۍ تاجکستان ته تللى دى، د تاجکستان ملي پوهنتون د هغه هڅې ستايلي دي او د سيمې په خېر يې بللي دي.

ولسمشر غني همدا راز د تاجکستان ملي پوهنتون زده کړيالانو ته وېنا هم وکړه او وې ويل، چې زه ١٧ کاله معلم پاتې شوى يم او ستاسې له خوا راکول شوې دوکتورا ماته ستر وياړ دى.

نوموړي همدا راز وويل، چې هيله يې دا ده چې کله يې د ولسمشرۍ دوره پاى ته ورسېږي، نو يو ځل بيا بېرته خپل پخواني مسلک معلمۍ ته ستون شي او زده کړيالانو ته درس ورکړي.

هغه په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې نړۍ په بې ساري ډول بدله شوې ده، پوهنتونونه د پخوا نه بدل شوي دي او د شلمې پېړۍ تحصيلي سيسټم د يوويشتمۍ پېړۍ د تحصيلي سيسټم ځواب نه شي ويلى، د کورونا وبا موږ ته وښودله چې تحصيلي برخه به ډيجيټل کېږي.

ولسمشر غني دا هم وويل، چې نن له دولتونو څخه د ملتونو غوښتنې هم د پخوا په پرتله توپير لري او دولت اړ دى چې خلکو ته هر ډول اسانتياوې برابرې کړي او په دې برخه کې د پوهنتونونو رول ډېر مهم دى.

دا هم ولولئ

د روژې مياشت

هغه هېوادونه چې نن پکې روژه نشته

د روژې مياشت پرون د سعودي عربستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په ډېرى …