کورپاڼه / خبرونه / دا ځل به ملي لوبغاړي په کندهار کې شل اوريزه لوبه ترسره کړي
ګلبدين نايب او نجيب الله ځدراڼ

دا ځل به ملي لوبغاړي په کندهار کې شل اوريزه لوبه ترسره کړي

د کابل او کونړ څخه وروسته اوس په کندهار کې هم د کمال خان بند د پرانيستې په وياړ يوه شل اوريزه لوبه د ملي لوبغاړو ترمنځ ترسره کېږي.

د کابل په شل اوريزه لوبه کې ډېر ملي لوبغاړي و، چې په ملي ټلويزيون په ژوندۍ بڼه هم دغه سيالي خپره شوه، خو په کونړ کې بيا کمو ملي لوبغاړو پکې برخه اخيستې وه.

اوس يو ځل بيا په کندهار کې د کمال خان بند ساتونکو او کمال خان بند جوړونکو ترمنځ شل اوريزه لوبه ترسره کېږي، چې نجيب الله ځدراڼ او ګلبدين نايب يې مشري کوي.

دا لوبه چې د پنجشنبې په ورځ ترسره کېږي، په دواړو لوبډلو کې ورته لاندې لوبغاړي غوره شوي دي:

د کمال خان بند جوړونکي:

نجيب الله ځدراڼ (لوبډلمشر)، شرف الدين اشرف، عظمت الله عمرزى، منير احمد کاکړ، وفادار مومند، کامل خان، دستګير خان، حميد يوسفي، نصيب شيردلي، صمد خان، نجيب سليمان، اعجاز احمد، فيروز احمد، فضل احمد او نصيب پوپل.

د کمال خان بند ساتونکي:

ګلبدين نايب (لوبډلمشر)، حميد حسن، رحمان الله ګربز، حشمت الله شهيدي، وقار الله اسحاقزى، قاسم حميدي، شکيب، منظور احمد، علي احمد، نظيف الله، حقمل، احمد خالد، عظمت پالوال، رخشاني بلوچ او عطاالله.

دا هم ولولئ

راشد خان د چټکې پنځوسیزې ریکارډ په خپل نوم کول غواړي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکی راشد خان وايي، چې د چټکې پنځوسیزې …